لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي روسي پوځیانو ته: که غواړئ ژوندي پاتې شئ له جګړې وتښتئ


دا انځور په ژپوریژیه سیمه کې د اګسټ په ۳۰ نېټه اخېستل شوی
دا انځور په ژپوریژیه سیمه کې د اګسټ په ۳۰ نېټه اخېستل شوی

واشنګټن - د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي له روسي سرتېرو ته وغوښتل، چې که غواړي ژوندي پاتې شي نو د اوکراین له جنوبي عملیاتو څخه دې وتښتي.

رویټرز خبري رسنۍ خبر ورکړی، چې اوکراین په جنوب کې له روسانو څخه د خرسان ښار د بېرته نیولو لپاره درنه جګړه پیل کړې خو ماسکو وايي، د برید مخه یې نیولې او اوکرایني سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

اوکراین د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، د دوی ځمکني ځواکونه په جنوب کې د لومړي ځل لپاره وروسته له هاغې جګړې ته تللي چې دوی د اوږده وخت لپاره د روسانو د اکمالاتو په لارو باندې بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې په نېپرو (Dnipro) سیند باندې په ولاړو پلونو او د وسلو او مهماتو په زېرمو باندې بریدونه هم شامل دي.

زېلینسکي د شپې ناوخته وینا کې وویل، "که هغوی غواړي چې ژوندي پاتې شي نو د روسي پوځیانو لپاره وخت دی چې وتښتي. کورو ته ولاړ شئ."

هغه وویل، "اوکراین خپله خاوره بېرته نیسي." خو زیاته یې کړه، چې دی به د کیېف د جګړې پلانونه په ډاګه نه کړي.

دې ته په ځواب کې د کرېملن ویاند ډیمټري پیسکوف د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې روس په اوکراین کې د یوې ځانګړې تګلارې په رڼا کې په خپلو پلانونو باندې کار کوي او زیاته یې کړه چې "ټول اهداف به ترلاسه شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG