لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شوروي اتحاد وروستی مشر ګورباچوف مړ شوی


د روس مطبوعاتو ويلي، د پخواني شوروي اتحاد/ سويت يونين وروستی مشر ميخايل ګورباچوف د 91 کالو په عمر کې مړ شوی دی.

د روس سرکاري ميډيا د سېنټرل کلېنک له قوله ويلي د روس مشر د اوږدې ناروغۍ له امله د نهې/ سه شنبې په شپه مړ شوی دی.

د خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه .ګورباچوف د پخواني شوروي اتحاد د اقتصاد د بچ کولو ناکامه هڅه کړې وه، خو د هغه د اصلاحاتو له امله سړه جګړه ختمه شوې وه..

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګېټرس .د ميخايل ګورباچوف په مړينه د خفګان څرګندونه کړې او ويلي يې دي هغه داسې ډول سياستوال وو چې د تاريخ مخه يې بدله کړې وه..

ګورباچوف په 1990 کې د سولې نوبېل جايزه ګټلې وه.

ګورباچوف اووه کاله واکمن پاتې شوی او د بدلونو لړۍ يې پېل کړې وه خو هڅې يې د شوروي اتحاد په ماتېدو پای ته رسېدلې وې.

د شوروي اتحاد د ماتېدو وروسته د ختيځ يورپ ډېر هيوادونه ازاد شوي او د دوېمې نړيوالې جګړې وروسته د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ د لسيزو سړه جګړه هم پای ته رسېدلې وه.

په اګست 1991 کې د هغه پرضد سازشونه پېل شوي او واک يې محدوده شوی وو، د هغه د واک په وروستيو کې ملکونه د شوروي اتحاد څخه ازاد شوي او په 25 دسمبر 1991 کې چې هغه د استعفا ورکولو اعلان وکړو له دغې يوه ورځ وروسته شوروي اتحاد خپل انجام ته ورسېدو مات شو.

د شوروي اتحاد د ماتېدو 25 کاله وروسته ګورباچوف اېسوسي اېټډ پرېس ته ويلي وو هغه د شوري اتحاد بچ کولو دپاره قوت ځکه نه کارولو چې هغه د ايټمي قوت په ملک کې اړی ګړی جوړول نه غوښته.

هغه ويلي وو شوري اتحاد د وسلې نه ډک وو او په داسې کې د طاقت کارولو ملک کورنيو جګړو ته بوتلی شو.

که څه هم ګورباچوف د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې ډېر واک نه درلود او حالات يې نه وو بدل کړي خو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د هغه پورته کړي ګامونه د نړۍ دپاره مهم پاتې شوي دي.

په 1992 کې چې هغه واک پرېښودو، اېسوسي اېټډ پرېس ته يې ويلي وو .زه ځان ته د يو داسې تن په سترګه ګورم چا چې د خپل ملک، يورپ او نړۍ دپاره اړين اصلاحات وړاندې کړل..

که څه هم هغه ته د سولې نوبېل جايزه ورکړی شوې خو هغه په خپل هېواد کې مقبوليت نه درلود او روسيان د شوروي اتحاد د ماتېدو زمه واري په ګورباچوف اچوي.

[خبر د وي او اې اردو په مننه]

XS
SM
MD
LG