لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې چاودنه شوې، طالبان وایي دوه تنه پکې وژل شوي او درې ټپیان دي


واشنګټن ـــــ په کابل کې په داسې وخت کې چاودنه شوې چې طالبانو له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو کلیزه لمانځله، په چاودنه کې پینځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا چاودنه د اګست پر 31مه مه مازدیګر شاوخوا پینځه بجې د خیرخانې په کوتل سیمه کې شوې ده چې هدف د عیني شاهدانو په وینا هدف یې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د موټرو کتار وو.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور تنه نور ژوبل شوي دي.

ښاغلي ټکور لیکلي دي چې چاودنه په یو "کرولا ډوله موټر" کې ایښودل شویو چاودېدونکو موادو د چاودلو له کبله شوې ده. هغه ویلي چې په پیښه کې زخمي شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې دا برید د طالب ځواکونو د موټرو پر یو کتار شوی چې په بګرام هوايي ډګر کې په یو لړ مراسمو کې له ګډون وروسته د کابل پر لور روان وو.

یو عیني شاهد چې د نوم له ښودلو یې ډډه وکړه، وي او اې ته وویل چې په پېښه کې د مسافر وړونکي کوچني بس په ګډون دوو موټرو اور اخیستی دی. وایي د طالبانو د موټرو کاروان له سیمې تېرېده چې چاودنه وشوه.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې له چاودنې وروسته حالت ښيي چې د طالبانو کسان له پوځ بسونو کښته کیږي او د پیښې له ځایه ځانونه باسي.

ویل کیږي چې د طالبانو دا سرتیري په بګرام هوايي ډګر کې له افغانستانه د وروستیو امریکايي ځواکونو د وتلو د لومړنۍ کلیزې په مراسمو کې د ګډون دپاره تللي وو او کابل ته د راستنېدو پر وخت ورباندې برید شوی دی.

د پیښې په ځای کې یوه بل عیني شاهد وي او اې اشنا ته وویل چې په چاودنه کې د طالبانو کسانو ته هم زیان اوښتی او دغه کسان په ایمبولنسونو کې د پیښې له ځایه روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې وړاندې په تېر یوه کال کې مخکې هم په کابل کې پر ښاري موټرو او د طالبانو پر موټرو وسلوال بریدونه شوي دي چې د اکثرو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې منلې دي.

په تېرو دوو اونیو کې دا د کابل د خیرخانې په کوتل سیمه کې دویمه چاودنه ده. د اګست پر 17مه هم ددې سیمې په یوه جومات کې د چاودنې په نتیجه کې 21 تنه وژل شوي او 33 نور ټپیان شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG