لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایمنیسټي انټرنېشنل: ایران او ترکي افغانان له خپلو پولو په غیرقانوني توګه په ډزو را شړي


واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمنیسټي انټرنېشنل وایي ایران او ترکیه هغه افغان کډوال بیرته په زوره او په غیرقانوني توګه افغانستان ته شړي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپل هېواده وتلو ته اړ شوي وو.

د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول او بهرني ځواکونه له دې هېواده په بیړه ووتل په لکونو افغانان هم له خپل هېواده د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډه شول.

که څه هم ګڼ شمېر هغه کسان- چې له بهرنیو ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی وو- په الوتکو کې له هېواده ووتل خو اکثریت نور مجبور شول چې د مځکې له لارې پاکستان، ایران او ترکیې ته لاړ شي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل د اګست پر 31مه پخپل یو تفصیلي رپوټ کې ویلي، د ایران او ترکیې امنیتي ځواکونو پرله پسې هغه افغانان پر شا بیرته شړلي چې د ځانونو د خوندیتوب لپاره د دوی تر پولو د تېرېدو هڅه کوي.

وایي په دغو افغانانو کې نارینه، ښځې او ماشومان هم دي چې د دغو هېوادونو سرحدي عسکرو ورباندې غیرقانوني ډزې کړې دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي د ایران امنیتي ځواکونه مخامخ پر هغو خلکو ډزې کوي چې د دوی د پولې تر دېوال ور اوړي یا تر اغزن تار لاندې ور تېرېږي:

"هغه افغانان چې ایران یا ترکیې ته په ننوتو کامیابه شي هره ورځ په خپلسرې توګه نیول کیږي او په غیرقانوني او جبري توګه تر بیرته را ستنېدو مخکې له تشدد او نور ناوړه چلند سره مخ کېږي".

د بخښنې نړیوال سازمان وایي څېړونکو یې د روان 2022م کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته سفر وکړ او په هرات ښار او اسلام کلا سرحدي سیمه کې یې وطن ته له بیرته ستنو شویو کسانو سره مرکې وکړې.

دوی له 74 هغو افغانانو سره مرکې کړې دي چې له ایران او ترکیې ور شړل شوي وو، وایي په دوی کې 48 هغه وو چې د دغو هېوادونو تر پولو د اوښتو هڅه یې کوله او سرحدي عسکرو ورباندې ډزې کړې دي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل په دغو څېړونکو کې یوه مېري فورسټېر ده چې د کډوالو د حقونو لپاره کار کوي، هغه وایي له کله راهیسې چې په الوتکو کې له هېواده د افغانانو د وتلو لړۍ درېدلې ده ډېری پاته شوي کسان له مځکنیو لارو په وتلو سره خپل ژوند په خطر کې اچوي:

"موږ یې معلومات او اسناد را جمع کړي چې څنګه د ایران امنیتي ځواکونو له تېر اګست راهیسې له خلکو پر ډکو موټرو ډزې کړې او په درځنونو افغانان یې په غیرقانوني ډول وژلي او ټپیان کړي دي. د ترکیې سرحدي ځواکونو هم په غیرقانوني ډول د افغانانو د تېښتې لپاره پر هغوی هوایي ډزې کړې دي او په ځینو وختونو کې یې ویشتلي هم دي".

د بخښنې نړیوال سازمان وایي د دوی څېړونکو چې له کومو کسانو سره خبرې کړې وې په هغوی کې یو هم داسې نه وو چې په کوم بهرني‌ هیواد کې یې د پناه غوښتنې درخواست ورکړی وي او اکثره یې له نړیوالو قوانینو په سرغړونه افغانستان ته ستانه شوي دي.

مېرمن مېري فورسټېر وایي افغان کډوالو ته دا خطرونه یواځې پر پولو نه دي ور پېښ بلکې ډېری افغانان چې دوی ورسره خبرې کړې دي د ترکیې او ایران په زندانونو کې یې هم وخت تېر کړی چې په غیرقانوني توګه تر بیرته راستنېدو مخکې ځورول شوي او ناوړه چلند ورسره شوی دی:

"موږ پر ترکي او ایراني چارواکو ږغ کوو چې سمدستي د افغانانو شړل او ستنول وردوي، د هغوی ځورول او ناوړه چلند پرېږدي او ډاډ ورکړي چې ټول افغانان د خوندي تګ راتګ او پناه غوښتنې ته لاسرسی ولري".

د بخښنې نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې هم ږغ کړی چې د ایران او ترکیې په ګډون له هغو هېوادونو سره مالي او مادي مرستې وکړي چې زیات افغانان پکې اوسېږي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي ډېری دغه افغانان غریبان دي پاسپورټ او یا د سفر نور قانوني اسناد نه لري، وایي دا کار ددې سبب کیږي‌ چې هغوی د سرحدي عسکرو له ناوړه چلند سره مخ شي او بیرته پر شاه وشړل شي.

دغه سازمان وایي د خپلو څېړنو په مهال یې دا اسناد هم تر لاسه کړي چې په تېر یوه کال کې ایراني ځواکونو 11 افغانان او ترکي ځواکونو درې افغان کډوال په ډزو وژلي دي.

وایي اصل شمېر کېدای شي تر دې هم زیات وي ځکه چې وایي د بشري حقونو لپاره کارکوونکو او افغان ډاکټرانو ورته ویلي چې د تېر کال د اګست او دسمبر تر منځ یې د 59 کسانو وژل کېدل او د 13 تنو ټپي کېدل ریکارډ کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG