لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی اېم اېف سریلانکا ته د اقتصاد رغولو لپاره ۲.۹ بیلینه ډالره پور ورکوي


واشنګټن - نړیوالي مالي ادارې یا آی ایم اېف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې دوی له سریلانکا سره د کارکونکو په کچه یوې موافقې ته رسیدلي چې په راتلونکو څلورو کالو کې به دغه هېواد ته ۲.۹ بیلینه ډالره ورکول کېږي چې دغه هېواد پرې له اقتصادي بحران څخه راووځي.

د آی ایم ایف یوه ډله چې دا مهال له سرېلانکا څخه لیدنه کوي په یو بیان کې ویلي، دغه لومړنی تړون باید د یادې ادارې له اجرایوي بورډ یا اېکزېکېټیو بورډ لخوا تصویب شي.

سریلانکا په دې وروستیو کې تر ټولو خراب اقتصادي بحران سره مخ ده چې د بهرنیو پیسو د جدي کموالي له امله د لومړنيو اړینو توکو لکه تېلو، درملو او د خوراکي توکو کموالی هم رامنځ ته شوی.

دغه هېواد د نېږدې اوه بیلینه ډالرو پور بېرته ورکول هم ځنډولي دي چې باید سږ کال یې ورکړی وای.

ددغه هېواد ټوله بهرنۍ قرضه ۵۱ بیلینو ډالرو ته رسېږي له کومې چې ۲۸ بیلینه یې باید تر ۲۰۲۸ کاله پورې بېرته ورکړي.

آی ایم ایف ویلي، د سرېلانکا اقتصاد ښايي ۸.۷ فیصده ژوبل شي او انفلېشن ښايي‌ تر ۶۰ فیصدو زیات شي.

په بیان کې وړاندې راغلي، "ددغه شاتګ په غبرګون کې به د فنډ په ملاتړ د یو پروګرام لاندې د اقتصاد د ثبات کوښښ‌ وشي، د سرېلنکا د خلکو ورځنی ژوند به وژغورل شي او د اقتصادي رغونې لپاره شرایط برابر شي تر څو دوامداره او پایداره پرمختګ رامنځ ته شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG