لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګروملتونو د اټومي څار د نړیوالې ادارې پلټونکي ژپوريژیا ته رسېدلي دي


واشنګټن - رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د ملګروملتونو د کارپوهانو ډله د اوکراین ژپوریژیا اټومي بټۍ ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ رسېدلې ده چې له یادې کارخونې څخه د وړانګو د خپرېدو ګواښ وارزوي.

تمه ده د ملګروملتونو د اټومي څار د نړیوالې ادارې پلټونکي به همدا نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اوکراین د ژپوریژیا په اټومي کارخونه کې خپل کار پیل کړي.

دوی به د یادې کارخانې خوندیتوب او امنیتي مسلې و ارزوي چې نړیوال په دغه سیمه کې د جګړې له امله ورسره په اندېښنه کې دي.

روس او اوکراین یو او بل په دې تورنوي چې ددغه ماموریت د سبوتاژ کولو کوښښ ‌یې وکړ.

د ژپوریژیا کارخونه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده خو د اوکراینیانو لخوا چلول کېږي.

د اټومي انرژې د نړیوالې ادارې مشر رفایل ګراسي خبریالانو ته وویل، کارخونې ته څېرمه د نني سهار په ګډون پوځي فعالیتونه زیات شوي.

خو هغه وویل، "د مسلې په اړه مثبتو او منفي ته په کتلو سره او مونږ چې دومره راغلي یو نو مونږ نه درېږي."

اوکراین او روس په وار وار یو او بل تورنوي چې کارخونې ته څېرمه توغنديز بریدونه کوي کومه چې د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ او د اوکراین لپاره د انرژۍ مهمه سرچینه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG