لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: عمران خان پوځ ته اورونې کوي خو نوم يې نه شي اخستی


څيړونکي وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشراو پخوانی وزيراعظم عمران خان په خپلو وېناګانو کې د پوځ د نوم اخستو پرته پوځ ته ويل غواړي چې هغه بیرته راولي او اوس يې ګواښ وکړو که هغه د ديوال سره ولګول شو د هغو کسانو نومونه به واخلي چا چې پاکستان دې ځای ته راورسولو.

عمران خان تيره شپه د پنجاب په سرګودها ښار کې يوې جلسې ته په وېنا کې ويلي، "هسې نه چې ما دومره د يوال سره ولګوئ چې زه د ټول قوم په وړاندې د هغو ټولو خلکو شکلونه راښکاره کړم چا چې د خپلو ګټو دپاره دا ملک په مشکل کې اچولی دی ما هغه ځای ته مه رسوئ د څلورو میاشتو نه زه صبر کوم".

څيړونکي وايي په پاکستان کې دا بدمرغي ده چې سياستوال په اشارو کې وايي خو په ښکاره د پوځ نوم نه شي اخستی او د هغې په شا څو علتونه دي.

د سياسي چارو څيړونکی او د جرنلزم استاز توصيف احمد خان وايي، د عمران خان د بېګانۍ وېنا "ښکاره مطلب دی چې هغه د پوځ مشر ته ګواښ کوي که د ده ملاتړ يې ونه کړو په ډاګه به يې کړي".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، عمران خان د نورو سياستوالو نومونه په ښکاره اخلي خو د پوځ نوم نه شي اخستی. هغه وويل دا دې ملک بدقسمتي ده چې دلته سياست او جمهوريت وده نه ده کړې.

هغه زياته کړه "دا په پاکستان کې نوې خبره هم نه ده سیاستوال د ذوالفقار علي بهټو د وخت نه دغه رنګ اشارې کړي نوم چا نه دی اخستی".

د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن يو مشر او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ویلي، "غوره به وي چې عمران خان نومونه واخلي قوم هم دغه خلک پېژندل غواړي".

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاز شانواز مشال وايي، "عمران خان چې نوم نه اخستل غواړي هغه خلک هم پوهه دی چې هغه څوک يادوي خو هغه دومره زورور خلک دی چې عمران خان ځان ته ډېر مقبول ليډر وايي خو د هغه بيا هلته وزرې سوځي او هغه نومونه نشي اخستلی".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "عمران خان د پوځ د مشرانو نومونه اخستل غواړي خو نومونه دی اخستلی نه شي ځکه د ده بيا هم د هغې نه مخکې وزرې سوځوي ځکه چې دی هم دومره فشار نه شي زغملی".

نوموړي زياته کړه "په پاکستان کې بدمرغي هم دا ده چې په 75 کې سياست او جمهوريت وده نه ده کړې مارشلاګانې لګول شوي او يا د عمران خان غوندې ليډر شپ راوستل شوی دی نو د عمران خان په شان ليډر نه دا تمه نه شي کېدی ځکه چې هغه اوس بيا د پوځ نه تمه لري چې هغه به بيا راولي او بيا بيا ورته دغه خبره وريادوي چې خپلې پاليسۍ ته کتنه وکړي".

شانواز مشال وايي "ځينې د سياسي ګوندونو کمزورۍ هم دي چې پوځ ته لار ورکوي خو کله چې سياسي ګوندونه د خپلو غلطيانو نه سبق واخلي او هغه ځای ډکول شورو کړي نو پوځ پکې بيا د عمران خان په شان تن راولي او سياسي خلک يو بل ته مخاخ کړي ځان د مينځه اوباسي ځان د بدنامۍ نه بچ کړي".

په پاکستان کې وخت په وخت په پوځ داسې تورونه لګېدلي چې په سياست کې لاسوهنه کوي او د عمران خان د تير حکومت پرضد جوړ د سياسي ګوندونو د جوړ ايتلاف پاکستان ډېموکرېټ مومنټ په جلسو کې به ښکاره وېل کېده چې پوځ راپاڅېدلی او د نواز شريف حکومت يې ختم کړی وو.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مخکني مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف په پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي [مخکني مشر] جنرل فېض حميد باندې تورونه لګولي وو چې د هغه د حکومت پرضد يې سازش کړی او د مبینه انتخابي ټګۍ د لارې يې عمران خان اقتدار ته راوستی وو.

خو د پاکستان پوځ بيا بيا دغه تورونه رد کړي او تل يې دا دريځ خپل کړی چې پوځ سیاسي بحثونو ته راوستل شي، خو پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي.

د روان کال اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې چې عمران خان د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او بيا په ټولنيزو رسنيو په پوځ پسې بحثونه پېل شوي وو.

د پاکستان پوځ هغه وخت په يو بيان کې ويلي وو، "په وروستيو کې په ملک کې د پاکستان وسله وال پوځ او مشرانو، روانو سياسي خبرو ته راکاږلو هڅې روانې دي، سياسي مشرتابه، صحافيان، څيړونکي او په ټولنيزو رسنيو پرې خبرې روانې دي".

په بيان کې ويل شوي وو، "چې ناتاييده، د سپکاوي، او راپاروونکي بيانونه سخت تاواني دي، هيله لرل کيږي چې ټول به قانون مني او پوځ به د ملک د ګټې په خاطر د سياسي بحثونو نه لرې ساتي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG