لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت وایي پښتونخوا کې د سېلابونو له امله 264 کسان مړه شوي اؤ شپږ لکه اغېزمن شوي دي


په خیبر پښتونخوا کې د اوسنیو بارانونو اؤ سېلابونو له امله تر اوسه 264 کسان مړه شوي،6 لکه اغېزمن شوي اؤ 73 زرو کورونو ته زیان رسیدلی دی.

دسرکاري اعلامیې له مخې دخیبر پښتونخوا حکومت دسېلابونو نه دشوؤ زیانونو په هکله وړومبۍ سروی مخې ته راوړې ده چې دهغې له مخې په ټوله صوبه کې دسېلابونو له امله د اوښتو زیانونو اندازه 68 اربه روپۍ لګول شوې ده خو صوبایي حکومت اندېښنه لري چې دسېلابونو له امله دا زیانونه تر 100 اربو روپو رسیدای شي.

په وړومبۍ سروی کې ویل شوي چې تر اوسه ټوله صوبه کې دسېلابونو اؤ بارانونو له امله ټول 264 کسان مړه شوي چې هغوي کې 106 ماشومان،122 سړي اؤ 36 مېرمنې شامل دي.

همدا شان دې سېلابونو کې دخلکو ساتل شوي نهه زره څاروي هم مړه شوي دي.

د رپورټ له مخې 754 سکولونه اؤ 82 روغتیایي مرکزونه هم په دې سېلابونو کې زیانمن شوي دي.

په ملک کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډی اېم اې] د لومړي ستمبر د خپور کړي رپورټ ترمخه دا وخت په ملک کې د سېلابونو له امله تر ټولو زياته اغېزمنه د پاکستان جنوبي صوبه سيند ده.

ويل شوي په پاکستان کې په بارانونو او سېلابونو کې تر ټولو زيات مړي په سيند صوبه کې شوي چې شمېره يې 432 ده او په دې کې زيات 182 ماشومان شامل دي.

د ادارې د شمېرو ترمخه د 14 جون راهسې په ملک کې ټول 11لکه 72549 کورونه اغېزمن شوي.

د خېبرپښتونخوا د بيا بحالۍ محکمې ویلي، صوبايي حکومت د سېلاب نه اغېزمنو ضلعو بر او کوز کوهستان، بره او کوز چترال، چارسده، لکي مروت، کرک، ډېره اسماعيل خان، صوابۍ، ټانک، شانګله، بر او کوز دير، ملاکنډ، نوښار او پېښور کې بېړني حالت تر 30 ستمبر پورې غځولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG