لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرمونو نړیوالې محکمې څخه افغانستان کې د جنګي جرمونو د پلټنو د بیا پیل کولو غوښتنه شوې ده


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ يو کال وروسته د جرمونو نړيوالې محکمې هاګ کې د جنګي جرمونو څارنوالانو د يادې محکمې د قاضيانو څخه غوښتلي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنې بيا پېل کړي او خبردارې يې ورکړی چې په دغه هېواد کې جرمونه دوام لري۔

بلخوا د افغان طالبانو ترجمان ذبېح الله مجاهد ډيوه ته ويلي هغه جنګي جرمونه چې د بهرنيو ځواکونو لخوا په افغانستان کې ترسره شوي دوی تمه نه لري چې د جرمونو د نړيوالې محکمې لخوا وڅېړل شي ځکه چې دغه اداره دومره توان نه لري چې امريکا او اتحاديان يې محکمه کړي۔

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د هاګ په نړیواله محکمه کې د جنګي جرمونو وکيلانو ددې محکمې په قاضيانو فشار راوړی چې پرته له څه ځنډه په افغانستان د جنګي جرمونو په هکله څېړنې له سره پیل کړي۔

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهه قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي په تېرو شلو کالونو کې افغانان د جنګي جرمونو ښکار شوي دي خو مجرمان محکمې ته نه دي سپارل شوي.

هغه وايي د جنګي جرمونو د پلټنو لپاره يوه داسې ډله ټاکل پکار ده چې له کوم فشار پرته دغه تحقيقات ترسره کړي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل" د اګست د 15مې نه وړاندې چې کوم مسایل دي او په تېرو شلو کالونو پورې اړه لري هغې ته بايد يو خپلواکه ډله د هغو نهادونو د لوري چې دغه شان مسايل په نړيواله توګه څېړي که هغه د عدالت نړيواله محکمه ده او که د جزا نور بنسټونه دي جوړه کړي، دوی بايد په خپلواکه توګه د هیچا تر تاثير لاندې نه وي او لومړی په افغانستان کې دغه مسايل وڅېړي او بيا په هغه هېوادونو کې پلټنې وکړي چې په دې مسايلو کې دخيل دي"

د افغانستان مخکني حکومت د کال 2020م د مارچ په مياشت کې د جنګي جرمونو په اړه د څېړنو د ځنډ غوښتنه کړې وه او ويلي یې وؤ چې دوی پخپله په دې اړه پلټنې کوي۔

خبري ادارې ليکلي چې د محکمې په وېب پاڼه د اګست په 26مه خپرو شويو اسنادو کې راغلي چې د محکمې وکيل کريم خان ويلي ‌ د افغانستان پرځول شوي مخکني ‌حکومت د غوښتنې مهمه برخه د تحقیقاتو ځنډول وو چې په خپله یې وکړي، خو نوموړي زياته کړې چې طالبان دې ته دوام نه ورکوي، دوام نه شي ورکولی او نيت هم نه لري چې د دغې جرمونو پلټڼو ته دوام ورکړي۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترجمان ذبيح الله مجاهد وي او ای ډيوه ته وايي د جرمونو نړيواله محکمه دا توان نه لري چي په دغو جرمونو کې ککړ خلک محکمې ته وسپاري۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي دا هم وويل" هغه جنګي جرمونه چې د امريکا او د هغوی ملاتړ ناټو لخوا ترسره شوي دي دغه محکمه يې نه شي څېړلی ځکه چې امريکا دوی نه دي منلي، نه يې دوی تسليم کړي دي او امريکا داسې محکمو ته غاړه نه ږدي او دغه شان ناټو هم د امريکا په وجه د څېړنو لاندې نه شي راتلی او دوي ( د جرمونو نړيواله محکمه) د هغو د محکمه کولو توان نه لري"

نوموړي زياته کړه چې کومو خلکو سره د ځايي اشخاصو لخوا جرمونه شوي هغوی د هېواد دننه عدالتونو ته د انصاف ترلاسه کولو لپاره رجوع کولی شي۔

ذبيح الله مجاهد دا هم وويل" چې کوم جنګي جرمونه په افغانستان کې شوي دي نو هغه هم دوه اړخونه لري يو سياسي دي، کومو خلکو چې جرايم يې ترسره کړي دي او سياسي اړخ يې درلودو نو د اسلامي امارت لخوا عمومي عفوه شوې ده نو د هغې په وجه مونږه دغه خلک نه شو تعقيبولی"

هغه زياته کړه يو هغه اړخ دی چې کوم چا شخصي جرمونه کړي وي او کوم شخص راځي او په بل تن باندې دعوه کوي هغوی لپاره د محکمې دروازه خلاصه ده هر وخت کولی شي چې مراجعه وکړي، محکمه به د هغوی لپاره دوسيې څېړي۔

د جولاۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو ويلي وو چې د کال 2021م کې د اګست په 15، په کابل کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته دا ډله په افغانستان کې د محکمې له حکم پرته د وژنو، په خپل سر دخلکو دنیولو او غیر انساني سزاګانو مسوله ده خو بيا طالبان داسې ډول بيانونه ردوي او وايي په افغانستان کې د تير نظام په پرتله اوس خلک زيات خوندي دي او د حقونو يې خيال ساتل کېږي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG