لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن امریکا کې د افغانانو د استوګنې په پالیسۍ کې د بدلون منظوري ورکړې ده


واشنګټن ــــ په امريکا کې د صدر بایډن انتظاميې د افغانانو د استوګنې د عارضي پروګرام په پاليسۍ کې د بدلون منظوري ورکړې ده.

دغې پاليسۍ ته د "اېنډيورنګ وېلکم- يا تلپاتی هرکلی" نوم ورکړل شوی چې د راتلونکې مياشتې ( اکتوبر) د لومړۍ نېټې نه به عملي کېږي.

د دغې نوې پاليسۍ په اړه د وايټ هاوس يو چارواکي ويلي، د صدر باېډن انتظاميې لخوا تابيه شوې د دغې نوې پاليسۍ لاندې به د هغو افغانانو د کورنۍ نزدې غړي امريکا ته راوستل کېږي چې د امريکا شهريت يا ګرين کارډ ولري.

وایي هغه افغانان به هم پکې شامل وي چې د امريکايي عسکرو سره د کار کولو په اساس خصوصي د کډوالۍ وېزې يا اېس ای‌ وي ورکړل شوې وي د چا کورنۍ چې په افغانستان کې د طالبان لخوا د خطرو سره مخ دي.

چارواکي ‌وايي، د دغو افغانانو د کورنۍ غړي به زر تر زره امريکا ته راوستل کېږي او ورته به په امريکا کې د استوګنې پاخه اسناد يعني ګرين کارډ او بيا شهريت ورکول کېږي او په خپلو ټولنو کې به ورته د اوسېدلو اسناد برابرېږي.

د وايټ هاوس چارواکي ويلي، "مونږه په دې خبره پوهه يو چې د کورنۍ غړي ورسره يو ځای کول پخپله د افغانانو هم لومړۍ ترجيح ده او د هغه خلکو هم څوک چې د دې افغانانو او عسکرو د حقونو د پاره کار کوي".

د افغانانو د پاره په امريکا کې دا نوې پاليسي د انتظاميې او د افغانانو د حقونو د مبارزينو تر منځ د څو مياشتو د بحثونو وروسته منظوره شوې ده.

په امريکا کې د افغانانو د حقونو د ډلې مشر شان وېن ډيور ويلي، دا د دوی لپاره لويه بريا ده، خو هغه وایي:

"حکومت له پکار دي چې د اېس ای‌ وي خصوصي ويزو عمل نور ګړندی کړي او د افغانانو د راويستلو د پاره ځانګړي پروازونه هم زيات کړي".

په افغانستان کې تېر کال د اګست په مياشت کې په واک کې د طالبانو د راتلو وروسته امريکا ته نزدې 90 زره افغانان راوستل شوي چې د ډېرو نه پکې خپلې کورنۍ او بچي په افغانستان کې پاتې دي.

په امريکا کې د صدر بایډن په انتظاميه ټکونه (نیوکې) کېږي چې دوی د افغانستان نه د امريکايي‌ عسکرو د ويستلو په وخت په بیړه کې خپل ډېر ملګري هم په افغانستان کې پرېښي ‌دي او کوم افغانان چې يې راوستلي د هغوی مشکلات يې لا هم نه دي هوار کړي.

خو د صدر بایډن انتظاميه وايي، په امريکا کې د 90 زره افغانانو قانوني اسناد برابرول يو ګران عمل دی خو دوی به يې ډېر زر سم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG