لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې سېلاب ځپلي خلک په ډول ډول ناروغیو اخته شوي


 د سند په شېکارپور کې د سېلاب ځپلو له یو کمپ څخه د اګسټ په ۳۱ نېټه اخېستل شوی انځور
د سند په شېکارپور کې د سېلاب ځپلو له یو کمپ څخه د اګسټ په ۳۱ نېټه اخېستل شوی انځور

واشنګټن – د پاکستان روغتیايي‌ چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې زیاتره خلک اوس له ډول ډول نارغیو سره مخ دی.

چارواکي هڅه کوي سېلاب ځپلو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي ځکه د لکونو خلکو کورونه پکې ویجاړ شوي.

چارواکي وايي، سېلاب ځپلو ته په لنډمهاله جوړ شویو کمپونو کې خلکو ته د نس ناستي یا هېضې ناروغي، د پوستکي ناروغي او د سترګو مکروبي ناروغۍ پیدا شوي.

د چارسدې اوسېدونکې مجاهد احمد ډیوې ته ویلي، کلي يې د سوات سيند په غاړه دې، اوبه ورختلې وې، ټولو کويانو ته اوبه ورغلي دوي اوس د صفا اوبو انتظام نه لري چې له امله يې ناروغۍ سېوا شوي دي.

د روغتیايي چارواکو لخوا په خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو یواځې له سند صوبې څخه د نس ناستې یا هیضې تر ۹۰۰۰۰ زیاتې پېښې رپوټ شوي.

دغه خبر یوه ورځ وروسته له هاغې خپور شو چې پاکستان او د روغتیا نړیوالې ادارې د سېلاب ځپلو ترمنځ د ناپاکو اوبو څخه د راپیدا کېدونکو ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستان ددغو غیر عادي بارانونو او سېلابونو پړه په موسمي بدلون اچولې په کومو کې چې د جون میاشتې راهیسې نېږدې ۱۲۰۰ کسان مړه شوي او ۳۳ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.

په ورته وخت کې کابو یو میلیون کورونه هم پکې ویجاړ شوي‌ دي.

دا مهال د پاکستان په اکثرو برخو کې د سېلابونو اوبه په کمېدو دي خو په جنوبي سند صوبه کې لا هم زیاتې ضلعې تر اوبو لاندې دي.

د سېلابونو له امله نېږدې نیم میلیون بې ځایه شوي کسان دا مهال په مرستندویه کمپونو کې پراته دي.

په سند صوبه کې په زرګونو طبي کمپونه هم په سېلاب ځپلو سیمو کې جوړ شوي تر څو د پېښې د قربانیانو درملنه وکړي.

د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او ویلي، دوی اوس د حادې نس ناستې،‌ کلورا او نورو ساري ناروغیو څارنه کوي او روغتیايي مرکزونو ته طبي مرستې ورکوي.

ډاکټران وايي، په لومړیو کې دوی لیدل چې اکثره خلک په سېلابونو کې ژوبل شوي وو خو اوس په زرګونو د هغو کسانو درملنه کوي چې د نس ناستې یا هیضې، پوستکي او نورو ناروغیو څخه کړېږي.

د سېلاب ځپلو سیمو اکثره حامله یا بارداره ښځې هم له ګواښونو سره مخ دي.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې ۶.۴ میلیونه سېلاب ځپلي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دوی ویلي، په سېلاب ځپلو سیمو کې ۶۵۰۰۰۰ حامله ښځې وې چې ۷۳۰۰۰ یې په راتلونکې میاشت کې ولادت کوي او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې ژغورونکي د پوځ په مرسته سېلاب ځپلي خوندي ځایونو ته باسي.

ژغورونکي اکثره وخت له وړو کښتیو څخه کار اخلي په ځانګړي ډول هلته چې پلونه او سړکونه ویجاړ شوي دي او په داسې ځآیونو کې اړینو خلکو ته د مرستو رسول ګران شوي‌ هم دي.

څو ورځې وړاندې پاکستان او ملګروملتونو له پاکستان سره د ۱۶۰ میلینه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټویټر باندې له عربي متحده اماراتو څخه مننه وکړ چې د د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د مرستو لومړۍ برخه یې ور ورسوله.

هغه همدارنګه له امریکا څخه هم مننه وکړه چې د پاکستان له سېلاب ځپلو سره یې د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د مرستې اعلان کړی وو.

تر اوسه ګڼو هېوادونو لکه، ترکیې، چین، قطر او سعودي عرب په مرستو بار الوتکې پاکستان ته لېږلي دي.

د حکومتي د لومړنیو اټکلونو له مخې، وروستیو بارانونو او سېلابونو پاکستان ته د لس بیلینه ډالرو په ارزښت زیان رسولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG