لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انټرنيشنل ايټامک انرجي اتارټي پخپله د اوکراين د ايټمي پلانټ مستقيم څار پيل کړی


واشنګټن- د نړيوالې ايټمي انرجي ادارې ايي ای اي ای مشر چې د خپل ټيم سره د جمعې په ورځ د اوکراين د ايټمي پلانټ د نزدې نه کتنه کړې ويلي هر هغه څه يې په خپلو سترګو وليدل چې دوی غوښتل پخپله يې پوره پوره جاج واخلي.
رافيل ماريانو ګروسي وايي، د اوکراين د زاپورېززيا ايټمي پلانټ په اړه ورته د حيرانتيا هيڅ هم په نظر نه دي ورغلي او خپل معلومات به راروانه اوونۍ د نورو سره شريک کړي.
ګروسي چې بيرته جېنوا ته ستون شو نو په هوايي ميدان يې ميډيا ته په خبرو کې ويلي “زما د پام وړ به باوري جسماني ساخت، د توانايۍ دومداره رسد او د پلانټ د عملې حالات وي”.
هغه وويل دا ډېره مهمه ده چې د نړيوالې ايټمي ادارې خپله موجودګي په ياد پلانټ کې يقيني وي.

د ګروسي په وينا دوی چې هغلته څه کوي هغه دا دي چې په حالاتو کې ټيکاو وي، د پلانټ په اړه هر څه خوندي وي او که په دې عمل کې هر څه ورته د ډاډ وړ ښکاره شي نو دا به په راتلونکي کې چې هر څومره څه کيږي په هغې ډېرې مثبت اغېزې ولري.

د ادارې د مشر سره ټول 13 مايرين د اوکرين د ايټمي پلانټ کتنې ته تلي وو چې شپږ تنه پکې د زاپورېززيا په پلانټ کې پاتې شوي دي. د هغه په وينا په پاتې شوي مايرينو کې به دوه تنه په مستقيمه توګه د پلانټ د څار د پاره تر هغه وخته ووسيږي تر څو شخړه هواره شي.
ګروسي وايي “دا کار به ډېر اغېزمن وي ځکه کچرې داسې څه پېښيږي لا کوم محدوديت پيدا کيږي نو دا ماهرين به يې مونږ ته رپورټ کوي. دا نوره د دې خبره نه شوه پاتې چې پلانکی څه وايي او په ځواب کې يې دينګړی څه وايي. اوس ايي ای اي ای هغلته شتون لري”.

د اګست نه راپه دېخوا د پلانټ په خوا و شا کې ډز ډوز روان دي چې ياده سيمه اوس د روسي ځواکونو په ولقه کې ده او دواړه خواوې يو بل په دې شېلېنګ تورنوي.

ګروسي وويل “پوځي عمليات د ملک په دغه برخه کې په زياتېدو دي او دا ما ډېر انديښمن کوي”.

البته د اوکرين انجينېران په يو تريخجن حالت کې دغه پلانټ چلوي او د ګروسي په وينا “ښکاره خبره وه چې کله مونږ ورغلو نو دغه ډله يې تر ډېره د پلانټ نه لرې باسلې وه او مونږ ته د اوکرين د همکارانو نه معلومه شوه چې اوکريني انجينيران د روسي همکاره انجينرانو سره ګډ کار کوي. دا اسان کار نه دی ډېر تريخجن ماحول دی”.

د ايي ای اي ای ماهرينو په داسې وخت کې د زاپورېززيا پلانټ کتنه وکړه چې په خوا و شا کې د روسي او اوکريني ځواکونو تر منځ اينښتې روانې وې.

د اوکرين صدر ولاډيمير زېلېنسکي د زيارت په شپه پخپله وينا کې ويلي وو “اوکرين د دې دورې د کاميابۍ د پاره خپل پوره وس وکړو خو روسي قبضه ګر هڅې کوي چې دا مهمه دوره يوه بې ثمره هڅه ثابته کړي. زما يقين دی د دې مخه به ونيول شي”.

د روس وزير خارجه سرګي لاوروف ويلي ماسکو ټول اړين ګامونه پورته کړي او هيله لري چې د ملګرو ميلتونو څارګر به خپله بې پلوي وښايي.
هغه ويلي “مونږ هغه ټول ګامونه اخستلي چې ياد پلانټ دې محفوظ وي، په خوندي توګه دې چليږي او ورغلی مېشن دې خپل کار ښه په ډاډ سر ته ورسوي”.

د ياد ايټمي پلانټ په اړه نړيوالو مشرانو خپلې انديښنې ښودلې دي چې روانه جګړه د خطر سوب جوړېدلی شي او يو ځل بيا د 1986 د چرنوبل غوندې پېښه رامنځ ته کېدلی شي.
د يورپين يونين د خارجه پاليسۍ مشر جوزف بورېل تکرار کړې چې روس دې دغه سيمه په مکمله توګه غير پوځي وګرځوي.
هغه وايي “دوی يوه داسې لوبه کوي چې په ايټمي امنيت جواري کوي. مونږ د يو داسې ځای په خوا و شا کې داسې جنګي لوبې نه شو کولی”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG