لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په ایلینوی ریاست کې د مسلمانانو يوه لویه غونډه پېل شوې


واشنګټن - د امریکا د ایلینوی ریاست په روزمونټ کې د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې (اسلامېک سوسایټي اف نارت امریکا) یا د اسنا کلېزه غونډه د جمعی په ورځ په 2 ستمبر شروع شوې.

د غونډی د پرانېستې پر وخت د اسنا صدر او نور د ټولنې مشران هم موجود وو. پدی موقع له ډیوې سره په خبرو کې د اسنا صدر صفا زرزور وویل،

"د کورونا د وبايي حالاتو نه وروسته د مسلمانانو د ټولنې دپاره دا د راغونډېدو او د خپل موجودیت د ښودلو یوه ډېره ښه موقع ده. دا د هغه قراني ایت یادونه هم ده چې ترجمه یې ده، د هرې سختې نه پس اساني راځي. ددی سره سره دا د امریکايي مسلمانانو دپاره د اسنا لخوا په سیاسي توګه د ځان خبرولو او د امریکا په سیاست کې په متحرکه توګه د برخه اخېستلو د اهمیت نه د ځان خبرولو وخت او موقع."

دا خبره صفا زرزور د هغه رپورټ په حوالې سره وکړه چې په دې وروستیو کې د انسټیټیوټ اف سوشل پالیسي اېنډ انډرسټېنډنګ (ايي اېس پي یو) خپور کړی.

د امریکن مسلم پول 2022 په نامه پدغه رپورټ امریکايي مسلمانانو، د نورو عقیدو او د مذهبي عقیدو نه لرونکو په یوشمیر موضوعاتو سوچ ته کتنه شوي.

پدغه موضوعاتو کې یوه په سیاست کې برخه اخېستل هم وو. ايي اېس پي یو په دغه رپورټ کې موندلي چې که څه هم په امریکايي مسلمانانو کې په 2016 کې د 60% د ووټ اندراج په مقابله کې په 2022 کې دغه شرح 81% ته رسېدلي، خو ددی باوجود په سیاست کې د امریکايي مسلمانانو نمایندګي ډېره کمه ده.

د یکشنبې یا اتوار په ورځ په کنونشن کې پدغه مهمه موضوع د یوه بحث انتظام هم شوی.

پدغه بحث کې به د انډیانا ریاست د کانګرس غړی اېنډری کارسن، د انډیانا ریاست سینټر فادي قدورا، او د امریکا تر ټولو کم عمره پاکستانۍ امریکايي منتخبه غړې بشرا امي والا هم د نورو مهمو سیاسي مشرانو سره برخه اخلي.

سږ کال له کورونا نه پس چې په اول ځل دا غونډه د خلکو په رابللو کېږي نو د اسنا د چارواکو ترمخه دوې په ګڼ شمېر کې د ټولې امریکا او د کېنیډا نه د خلکو د راتلو تمه کوي.

سږ کال دا د اسنا 59 کلیزه غونډه ده. د کووډ-19 وبا دلاسه تېر دوه کاله دغه غونډه انلاین جوړه شوي وه.

پدغه کنونشن کې د امریکايي مسلمانانو د موجوده وخت په سترو مسلو لکه د اسلامي اصولو په حساب د کاروبار کولو، په غربي معاشره کې د خپلو ماشومانو د خپلې عقیدی په حساب روزلو، د اسلاموفوبیا مقابله کولو، د بي جي پي په حکومت کې د هندوستان د مسلمانانو په مشکلاتو، په چین کې د سنکیانګ په سیمه کې د ویغور مسلمانانو او په میانمار کې د روهنګیا مسلمانانو د مسلو نه علاوه ګڼ شمېر نورو موضوعاتو باندې بحثونه هم شامل دي.

د اسنا سوداګریز او ټولنیز اړخونه:

د اسنا په غونډه کې کاروبار ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.

ددی مقصد دپاره په کنونشن کې یو بازار لګول کېږي. په کوم کې چې نه یوازې مسلمان بلکه د نورو عقیدو کاروبارکونکي هم رازي او خپل مصنوعات د خرڅ دپاره راوړي. دغه بازار په خاصه توګه د مسلمانو ښځو دپاره چې زیاتره یا خو د کورونو نه خپل کاروبار کۍ یا خپل کاروبار په رسمي توګه بازار ته وړو نه مخکې د خلکو دلچسپي معلومول غواړي دپاره هم یوه ښه موقع ګڼل کېږي. دا خبره د اسنا د بازار یوې منتظمې صبیحه علي ډیوه ته وکړه.

"دلته ډېر سټالونه هغه ښځو هم لګولي دي چې غواړي په بازار کې د یو دکان نه کار شروع کولو نه وړاندې دلته راشي او د خلکو دلچسپي یا خوښه وګوري، نو دا بازار لکه د نوي کاروبار کونکو دپاره هم د مارکیټ نه د ځان خبرولو یوه موقع د."

په کنونشن کې د هاغه مور او پلار یا هلک او جینۍ دپاره چې ځان ته د ژوند د ملګرو په لټون کې دي هم یوه پروګرام ترتېب شوی.

اسنا مېټریمونیل په نوم دغه پروګرام کې د هلک او جینۍ مشرانو او د واده امیدوارانو ته دهغوې نه شوي تپوسونو په بنیاد د یوبل سره د لیدو او خبرواترو موقع ورکول کېږي او د کنونشن تر اخره پورې ډېر خلک د ژوند ملګري لټولو کې کامیابه هم شي.

د اسنا کنونشن په نورو پروګرامونو کې د خلکو دپاره د تفریح او موسیقي پروګرام، فلمي مېله، د ښځو دپاره فېشن شو، د ماشومانو دپاره تعلیمي او د زدکړی نه علاوه د لوبو ځای، د خوراک بندوبست او د مونځونو دپاره انتظام هم وي.

دغه غونډی ته د امریکا د مختلفو ریاستو نه علاوه د کېنیډا نه هم په ګڼ شمېر کې خلک ورځی.

د اسنا یو شمېر ګډونوالو له ډیوې سره خبرې کړي:

د امریکا د اټلانټا ریاست نه عالیه فاروقي د خپل خاوند ظهیر فاروقي سره دغه کنونشن ته ورغلي.

وايي د خاوند يې د اسنا د سیاسي او ټولنېز بحثونه خوښ وي او هاغه په مذهبي بحثونو کې دلچسپي لري خو دلته د راتګ ټولو نه مهم مقصد دا دی چې د یوې ټولنې په حېثیت خپله خپله نمایندګي وکړی شي.

رشیده پخپله په شیکاګو کې اوسیږي خو د کورنۍ نور غړي یې د فلورېډا ریاست نه راغلي.

هغه وايي د کووډ دلاسه تېر دوه کاله هغوی نشو کولې چې د خاندان ټول خلک په یو ځای راغونډ شي.

خو زیات یې کړه سږکال مونږ ټول یوځل بیا د اسنا په غونډه کې را یوځای شو. د رشیدې په وینا دغه غونډه ددوی دپاره هر کال د خاندان د بیا یوځای کېدو بهانه ده.

قمر انجم د اسنا غونډی دپاره د خپل خاوند او ماشومانو سره د کېنیډا د ټورڼټو ښار نه ورغلي.

هر کال د کنونشن په انتظار وي خو د کووډ دلاسه تېر دوه کاله ډېره خفه وه چې د مسلمانې ټولنې نور خلک به نشي لېدلی.

د امریکا د نارت کېرولاینا عایشه د خپلې پېغلې لور سره اسنا کنونشن ته ځکه ورغلي چې غواړي لور یې د اسنا د ځوانانو او پېغلو دپاره پروګرام اېم اېس ای یا مسلو سټوډنټس اېسوسي اېشن کې برخه واخلي.

اسنا کنونشن ته ورغلي د زیاتره برخه اخستونکو په وینا دغه قسمه غونډی په مسلمانه ټولنه کې د خپلې نمایندګې دپاره د یو ځای کېدو، د کاروبارونو مارکېټنګ، سیاسي او مذهبي شعور نه علاوه د ماشومانو او مسلمان ځونانو دپاره د خپل مذهب او اقدارو باندی د پوهېدو او د شناخت د مسلو نه د ځان بچ ساتلو هم ډیره ښه موقع ده.

د اسنا دغه کنونشن به تر 5 سپتمبر د ګل د ورځې پورې د روزمونټ په ډونلډ اي سټیفن کنونشن سنټر کې دوام ولري.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG