لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان هلمند کې د راکټ سړې ګولۍ څلور ماشومان وژلي درې یې ټپیان کړي


فایل - دا عکس د 2021م کال د نومبر پر نهمه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې اخیستل شوی چې پکې ماشومان د ماینونو له پاکې شوې سیمې تېرېږي.
فایل - دا عکس د 2021م کال د نومبر پر نهمه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې اخیستل شوی چې پکې ماشومان د ماینونو له پاکې شوې سیمې تېرېږي.

واشنګټن ـــــ د افغانستان د هلمند پولیس او یو ډاکټر وایي په دې ولایت کې د راکټ یوه ناچاودلې سړه ګولۍ د مدرسې پر شپږو ماشومانو ور چاودل شوې چې د دوو نجونو په ګډون څلور یې وژلي او درې یې ټپیان کړي دي.

د هلمند د پولیسو دفتر په یو بیان کې ویلي، دا پېښه د شنې- خالي په ورځ غرمه مهال د نادعلي ولسوالۍ په «نري مانده» کلي کې شوې ده.

وایي دغو ماشومانو یوه ناچاودلې ګولۍ موندلې او خپلې دیني مدرسې ته یې له ځانه سره وړې وه او هلته یې لوبې ورباندې کولې چې ورباندې وچاودل شوه.

د پولیسو په وینا د ماشومانو عمرونه له اوو څخه تر 14 کلونو پورې وو.

د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د روغتون یو ډاکټر وایي په چاودنه کې درې ماشومان سمدستي ووژل شول او یوې ټپي نجلۍ وروسته په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

افغانستان د لسیزو جګړو له کبله د ماشومانو لپاره یو خطرناک ملک دی چې ډېری وختونه هغوی خپلو کورنیو ته د پیسو ګټلو لپاره اوسپنې، د توپکو او راکټو مرمۍ را ټولوي او خرڅوي او اکثر د ناچاودو موادو د چاودېدو له کبله هغوی مړه کېږي یا هم معذوره کېږي.

د دې رپوټ معلومات له اسوسیېټیډ پریس اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG