لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: امریکا میشتي مسلمانان زمونږ سره په ټولنه کې زیاتې کلتوري، اقتصادي او ساینسي مرستې کوي


واشنګټن – ولسمشر جو بایډن ویلي، په امریکا کې د مسلمانانو ټولنه زمونږ له قوم سره داسې کلتوري، اقتصادي او ساینسي مرستې کوي چې انکار ترې نشي کېدای.

ښاغلي بایډن دغه څرګندونې د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې یا اسنا د ۵۹ کلیزې یوې غونډې ته په یو استولي لیک کې کړي.

"مسلمان امریکایان د کډوالو د بیا ځای کولو او د لوږې او جګړو ځپلو سره د مرستې د لارې او له اړمنو ټولنو سره د مرستو لپاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي."

صدر بایډن په خپل خط کې دا هم لیکلي، چې دی پدې کې هیڅ شک نه لري چې د امریکا مسلمانه ټولنه به نور پرمختګ وکړی او مثبتې مرستې به وکړي چې ورسره به زموږ قوم نور مضبوط شي.

په خط کې د صدر بایډن لخوا د هغه قراني ایت حواله هم ورکړل شوې چې وايي، مونږ ستاسو قومونه او قبېلې ستاسو د پېژنګلو دپاره جوړی کړي دي.

ددی ایت په حواله صدر وویل، د اسنا مشران د ډېرو نورو مسلمانو امریکایانو سره چې په ټولو کچو کې د خلکو د خدماتو په برخه کې بوخت دي، زمونږ مرسته کوي چې د تنوع دلارې د یووالي، پیوستون اومضبوطوالي اصولونه پوره کړو.

صدر وویل، "زه امید لرم چې مونږ به په ټول ملک کې د اسنا او د نورو مسلمانانو امریکایانو سره کار جاري ساتو چې ستاسو په رهنمايي سره د ګډ انسانیت خدمت وکړو او فاصلې ختمې کړو."

جو بایډن د اسنا غونډی د پاره په دغه لیک کې وړاندې وايي، "سږ کال د اسنا د غونډې موضوع، مضبوطي، امېد او پدی یقین چې هرسخت وخت نه پس اساني راځي، د امریکايي شریکو اقدارو اهمیت ښيي. چې زمونږه عقیده او د خپل کار او کورونو دپاره زمونږ ژمنې نوری مضبوطوي".

بایډن د اسلاموفوبیا، او د کورونا وبا د دوامدارا اثراتو د چېلنجونو ذکر هم وکړ او وویل مسلمانه ټولنې له دی چېلنجونو سره ډېره کلکه مقابله کړي.

د اسنا دپاره دغه خط د صدر جو بایډن له اړخه د امریکا د مذهبي ازادۍ لویې سفیر رشاد حسین د اسنا صدر صفا زرزور ته وړاندي کړ او هغه د غونډې د ګډنوالو په وړاندې ولوست.

پدی خط کې ولسمشر بایډن د اسلامک سوسایټي اف نارت امریکا 59 کلیزه غونډه کې د برخه اخېستودپاره د منتظیمینو لخوا د بلنې شکریه ادا کولو نه پس لیکلي وو،

" دغه ایت چې د سختیو نه پس اساني راځي زمونږ دپاره یو ډېر مهم پېغام دی، چې کوم چېلنجونه زمونږ ازمېښت وي هم هغه چېلنجونه مونږ مضبوطۍ هم".

صدر بایډن په خپل خط کې د مسلمانو امریکایانو د ټولنو د ودی او د هغوي غږ ټول ملک کې د خپرولو په لړ کې د اسنا د کوششونو او ملاتړ ستاینه وکړه.

صدر بایډن لیکلي، "کله چې زه دفتر ته راغلم، ما ژمنه وکړه چې زما انتظامیه به د امریکا د ټولو قومونو په نمایندګي وي. او هم ددی ژمنې ترسره کولو دپاره مونږ په وفاقي بېنچ کې لومړی مسلمان امریکایی وټاکلو او د نړیوالې مذهبي ازادۍ په لویه کچه د سفیر په توګه هم د لومړي مسلمان امریکایی ټاکنه وکړه."

ددی خبری نه د صدر اشاره د امریکا په تاریخ کې د لومړي مسلمان وفاقي جج زاهد قرېشي او د امریکا د مذهبي ازادۍ لویې سفیر رشاد حسېن ټاکنې ته وه.

دغې غونډی ته د امریکا ولسمشر جوبایډن سربېره د امریکا د تعلیم سېکرټري میګول کارډونا هم خپل پېغام لېږلي.

پدغه ریکارډ شوي پېغام کې هغه ومنله ددی باوجود چې دا د زده کونکو حق دی چې په یوه محفوظه او هغوې ته هرکلې ویونکي ماحول کې زده کړې وکړي خو په تېرو څو کلونو کې مسلمان طالب علمان د نورو په مقابله کې دوه دومره د یرولو او تنګولو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه مونږ ته ددی پرضد درېدل پکاردي او د خپلو کوششونو د یادولو سره یې وویل،

" د تعلیم په وزارت کې مونږ هرممکنه کوشش کوو چې د ټولو زده کونکو ولسی حقونه محفوظه کړای شي او دا باوري شي چې د سکول په ماحول کې د زده کونکو دپاره یره نه وي."

د تعلیم سېکرټري پدی موقع د هغو حکومتي ګامونو یادونه هم وکړه چې د زده کونکو د خېر ښېګڼې دپاره او په سکولونو کې د صحت منده ماحول جوړولو دپاره موجوده حکومت اخېستي.

د مسلمان طالب علمانو مذهبی ضرورتونه په نظر کې ساتلو په حقله سېکرټري کارډونا زیاته کړه، پدی ډېر خوشاله دی چې زیات نه زیات سکولونه په خاصه توګه د روژی په میاشت کې د زدکونکو ضرورت ته ځانګړې پاملرنه کوي او زیاتو سکولونو د وړوکي اختر په موقع رخصتي هم د سکول په کېلنډر کې شامله کړې.

یاده دي وي په امریکا کې د اخترونو چټي یا رخصت د سکولونو د رخصتۍ په کېلنډر کې نه وي شامل. خو وس په ډېرو ځایونو کې د مسلمانانو ابادۍ ته په لیدو پدې لړ کې بدلون راروان دی.

سېکرټري د اعلا تعلیم دپاره د بايډن انتظامیې د ګامونو ذکر هم وکړو خو دا یې هم وویل چې پدې لړ کې لا نور زیات کار پکار دی چې په شریکه کار کولو سره مونږ خپل اهداف نور لوړ کړو.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG