لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي اروپایانو ته له یو سخت ژمي سره د مخامخ کېدو خبرداری ورکړی


واشنګټن - رویټرز خبري ادارې لیکلي، د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي اروپایانو ته ویلي، چې له یوه سخت ژمي سره به مخ شي ځکه په اوکراین باندې د روسانو له یرغل سره ماسکو اروپا ته د تېلو او ګازو لېږد بند کړی.

په ورته وخت کې فنلېنډ او سویډن د اتوار یا یکشنبې په ورځ وروسته له هاغې چې د روس د ګزپروم کمپنۍ لخوا د نارډ سټریم ون د ګازو نل لیکه وتړله، هغه پلان اعلان کړ چې په خپلو هېوادونو کې به د انرژۍ کمپنیو ته په بیلیونو ډالره د ضمانت په توګه ورکړي.

په دغو پیسو کې فنلېنډ ۹.۹۵ بیلینه او سویډن ۲۳.۲ بیلینه ډالره د ضمانت په توګه ورکوي.

د فنلېنډ لومړۍ وزیرې سنا مارین وویل، "دغه حکومتي پرورګرام د کمپنیو لپاره وروستۍ د حل لاره ده او که داسې ونه کړي نو کمپنۍ به په دې و نه توانیږي چې خپلې پیسې ورکړي."

کله چې د لیمن برارز لخوا په ۲۰۰۸ کې کله چې هغه مهال د امریکا څلورم لوی د پانګونې بانک وو د ۲۰۰۸ په سپټمبر کې له ۶۰۰ بیلینه ډالرو څخه د زیاتې قرضې سره بینکرپسي اعلان شوه نو له دې سره د امریکا په مالي بحران کې لوی ټکان رامنځ ته شو.

رویټرز خبري اداره وايي، د روس لخوا په اوکراین باندې په فبرورۍ کې له برید سره او تر هغې مخکې اروپا ته د ګازو له کموالي سره په اروپايي مارکیټونو کې بیې نېږدې ۴۰۰ فیصده لوړې شوي.

بل پلو اروپايي ټولنه هم بیړنی پلان تیاروي چې د ګازو له زیاتېدونکي بیې څخه د برېښنا بیې جلا کړي او په اوږد مهاله کې داسې اصلاحات راولي چې د برېښنا بیې ارزانه وساتل شي.

ټاکل شوې ده چې د اروپايي هېوادونو د انرژۍ وزیران به د سپټمبر په نهمه نېټه غونډه وکړي او په دې باندې خبرې وکړي چې څنګه کولای شي په سوداګریو او د خلکو په عادي ژوندانه باندې د انرژۍ د زیاتېدونکي بیې اغیز اسانه کړي.

اخوا د اوکراین تر ټولو ستره اټومي بټۍ د برېښنا له برج سره اصلي اړیکه د شنبې یا خالي‌ په ورځ پرې شوې که څه هم د ملګروملتونو د اټومي سار ادارې پلټونکي لا هلته موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG