لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مفتاح اسماعیل: د سېلابونو د ناورین له امله به ګراني نوره زیاته شي


د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل ویره څرکنده کړې چې د سیلابونو د ناورین له امله د ګرانې کچه نور هم لوړیداې شي.

د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د بلومبرګ ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، د پاکستان ولس باید د خپلو محدودو وسایلو له مخې ژوند وکړي او د وارداتو ادایګې باید د ډالرو د رسیدو سره برابر وي. د دې د پاره د ارائشې توکو یا لګژرې شیانو پر وارداتو اوږد مهاله بندیز ناګزېر دی.

د خزانې وزیر هیل څرګنده کړې چې د تیر کال د ۵ فیصده اټکل شوې اقتصادې ودې په پرتله، د سږ کال د جولای څخه پیل شوې مالې کال کې به د اقتصادې ودې کچه ۳.۵ فیصده وي.

د خزانې د وزیر دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلې چې هیواد له وړاندې څخه د یوشمیر اقتصادې چیلنجونو سره مخ دی او د تیرو میاشتو راهېسې د سیلابونو له سببه په هیواد کې ګراني د ۴۷ کالو څخه وروسته د اګست په میاشت کې ۲۷ ٪ څخه لوړه شوې وه چې د اسیا په هیوادونو کې دوهمه لوړه ده.

اقتصاد پوه فدا حسین وې او اې ډیوه سره خبرو کې وایې، چې د ایی ایم ایف د پور د منظورې او د ملګرو ملتونو څخه د پورونو سربیره هم دا وخت د پاکستان اقتصاد د لویو ستونزو سره مخ دې.

د پاکستان په اقتصادې کې کرونده ګرې لوې رول لوبوې. د سیلابونو له سببه دا وخت حالات داسې دې چې نشې ویل کیداې چې په راتلونکو وختو کې به تر لاسه شوې پیداوار تر کومه حده د خلکو ضرورتونه پوره کړې شي.

د کروندو له خرابیدو سره که چېرې د دې اغیز پر اقتصادې ودې پرې وتو نو دغه اغیز به پر ټول اقتصاد پریوځي.

نړیوال مالیاتې فنډ یا اېې ایم ایف په ورستیو کې خبردارې ورکړی چې په پاکستان کې د ګرانۍ لوړه کچه په هیواد کې د احتجاجونو او بې ثباتۍ لامل کیدای شي ځکه چې د پشکال ویجاړونکو سیلابونو د دغه هیواد اقتصادې بحران نور هم کړکیچن کړی دی.

د پاکستان په اړه د اېې ایم ایف د اوومې او اتمې ارزونې په رپورټ کې سږ کال د ګرانۍ کچه ۲۰ فیصده او د بجټ خساره د مجموعې ملکې پیداوار ۴.۴ فیصده پاتې کیدو امکان څرګند شوې وو.

نړیوال مالیاتې فنډ اېې ایم ایف پاکستان د دیوالیه کیدو څخه بچ کولو د پاره تیره میاشت د شپږ نیمو اربو ډالرو د پور د لوظنامې د بحالولو په ترځ کې د ځنډ ښکار ۱.۱۶ اربه ډالرو د قسط منظورې ورکړې وه، خو ورسره یی دا هم ویلې وو چې پاکستان دغه پور تر لاسه کولو د پاره یو شمیر شرطونه ترسره کولو کې پاته راغلې دی.

پاکستان د قطر، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو څخه د 9 اربه ډالرو پانګونې او پورونو ژمنې هم ترلاسه کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG