لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې له سېلابونو وروسته په زرګونو کسان په نس ناستي او ملاریا اخته شوي


واشنګټن – د سند صوبې د روغتیا وزیرې ازره پیچوهو ویلي، چې په سیند صوبه کې د نس ناستې یا هیضې ۱۳۴۰۰۰ پېښې او د ملاریا ۴۴۰۰۰ پېښې راپوټ شوي دي.

هغې ډان نیوز ټي وي ته ویلي، چې تر یو لک زیات کسان د پوستکي پورې تړلو ناروغیو باندې اخته شوي دي او ۱۰۱ کسان پکې مارانو او ۵۰۰ کسان پکې سپیانو چیچلي.

ملګروملتونو تېره اونۍ ویلي وو چې له سېلابونو په څخه په اغېزمنو کسانو کې لږ تر لږه ۶۵۰۰۰۰ یې حامله یا بارداره ښځې دي چې ۷۳۰۰۰ یې په راتلونکې میاشت کې ماشوم راوړي چې روغتیايي مرستو ته به اړتیا ولري.

پاکستاني چاراوکو دا هم ویلي، چې ۴۷۰۰۰ حامله ښځې د سرپنا په کمپونو کې ژوند کوي.

په سند صوبه کې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړل شوی:

پاکستاني چارواکو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، په سند صوبه کې یې د تازه اوبو تر ټولو لوی جهیل د موسمي بارانونو له امله خطرناکې کچې ته رسېدلی او په شاخوا سیمو کې یې د نورو سېلابونو خبرداری ورکړی.

دوی له خلکو غوښتي چې د نویو بارانونو له اټکلونو سره له خپلو کلیو او کورونو څخه ووځي.

د دغه حالت له امله د سند صوبې چارواکو د مانچار جهیل یوه غاړه پرې کړې چې اضافي اوبه ترې نېږدې انډس سیند ته وبهېږي او په ناڅاپي توګه په ګڼ مېشتو سیمو کې خلکو ته زیان و نه رسوي.

خو بیا هم د سېند صوبې د معلوماتو وزیر شرجیل میمون ویلي، چې خوشې کړای شوې اوبه به بیا هم شاخوا ۱۲۵۰۰۰ کسان اغېزمن کړي.

میمون خبریالانو ته ویلي،‌ "دا یو سخته پرېکړه وه خو باید شوې وای." دی زیاتوي، حکومت له مخکې څخه خوندي سیمو ته د کلیوالو خلکو د وېستلو بهیر پیل کړی.

دغه جهیل د اسیا یو له تر ټولو لویو جهیلونو څخه دی چې په جمشورو او دېدو سیمو کې د اندس سیند لویدیځ ته خپور پروت دی.

دغه دوه ضلعې د پاکستان د پاکستان د هغو ۸۰ ضلعو څخه دي چې په سېلابونو کې سختې ځپل شوي.

دا په پاکستان کې د په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو زیات سېلابونه بلل شوي.

په پاکستان کې د طبعي افتونو د ادارې په وینا په دغو سېلابونو کې نېږدې ۱۳۰۰ کسان مړه شوي چې ۴۳۵ یې ماشومان وو.

همدارنګه تر ۱۲۵۰۰ زیات نور کسان پکې ژوبل شوي دي او په ټوله کې ۳۳ میلیونه وګړي ترې اغیزمن شوي دي.

دوی زیاتوي، تر شپږو لکو زیات کسان د سرپنا په کمپونو کې دېره شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، سېلابونو،‌ ځمکې ښویدنې او د سیندونو د اوبو د زیاتېدو له امله په سند،‌ بلوچستان،‌ خیبرپښتونهخوا او پنجاب صوبو کې ګڼ ودانۍ، پلونه، سړکونه او نور زېربناوې ویجاړې شوې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG