لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د سېلابونو له امله تړل شوي سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه نن بيا پرانستل کيږي


د پاکستان بلوچستان صوبه کې د وسي يا پشکالي بارانونو او سېلابونو له امله چې په صوبه کې سکولونه، کالجونه تړل شوي، د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې ستمبر له پنځمې به په ټوله صوبه کې ټولې تعلیمي ادارې پرانیزي.

د تعلیم صوبايي وزیر میر نصیب الله مري ویأي چې د ستمبر له پنځمه څخه د ټولې صوبې سکولونو او کالجونو د پرانستلو فیصله شوې ده.

د نوموړي په خبره چې په نصیر آباد او جعفرآباد سیمې چې له سیلابونو څخه ترټولو اغیزمنې شوې سیمې دي، هلته به د سکولون او کالجونو د پرانستلو پریکړه وروسته کولی شي.

په بلوچستان کې تعلیمي ادارې د اګست په 22 مه تړل شوې وې چې په صوبه کې د بارانونو له امله سخت سېلابونه راغلي وو.

ويل شوي د صوبې پوهنتونونه به هم له نن څخه خپلې ټولې تعليمي چارې پیل کړي په کوم کې چې بلوچستان پوهنتون د سریاب سړک ، انفار مېشن ټکنالوجي، سردار بهادر خان وېمن ، لاء کالج، لاء کالج پوهنتون، خضدار انجينيرنګ پوهنتون ، بولان میډیکل کالج کوټه، میډکل کالج لورلای، میډيکل کالج تربت او دغه ډول ریزېډنشل او کېډټ کالجونه هم شامل دی.

د بلوچستان صوبایي وزیرتعلیم نصیب الله مری ويلي چې د لسبېلې پوهنتون د خلا صېدو په حقله به هم بیا ورسته پریکړه کولی شي.

د تعلیم په څانګه کې کار کوونکې غېر دولتي ادارې شعور پاکستان مشر اسرار پانیزی وايي چې په بلوچستان کې ۲۲ لکه ماشومان له اسکولو څخه د باندې برنډه دي چې ذیات شمېره د نجونو يا جينکو ده.

بلوچستان کې د یونیسف د پروګرام مشر نقب الله ترین وايي چې بلوچستان کې 22000 کلي دي خو په صوبه کې يواځې 14000 پرایمري يا د ابتدايي زده کړو سکولونه جوړ دي.

د نوموړي په خبره 7000 کلي پرايمري سکولونه نه لري جينکۍ په مينځ کې تعلیم پرېږدي ځکه چې نزدې ورته مډل او هايي سکولونه نه وي او دوی لرې تګ نه شي کولی.

د يونيسف د پروګرام د مشر په خبره چې دلته په 5000 سکولونو کې یوازې یو استاز او یوه خونه يا کمره وي.

د تعلیم د څانګې پوهان وايي چې په بلوچستان کې د سرکاري تعلیمي ادارو معیار ډېر ټيټ دی.

خو صوبايي حکومت وايي چې دوی اوس د تعلیم کلیزه بودېجه زیاته کړې ده چې له دې سره سم په صوبه کې به تر معیاري تعلیم پورې د هر ماشوم لاس رسی وشي.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې ویلي، بلوچستان صوبه کې د 14 جون راهسې د پرونه پورې 260 کسان مړه شوي، چې پکې 125 نارینه، 76 ماشومان او 59 ښځې شاملې دي.

د يادې ادارې په رپورټ کې سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو ته د اوښتي تاوان ذکر نشته، خو ويل شوي په بارانونو او سېلابونو کې 63068 کورونو ته تاوان اوښتی او 18108 پکې په مکمله توګه تباه شوي دي.

د اېن ډی اېم اې ترمخه بارانونو او سېلابونو 1500 کلوميټره سړکونه او 18 پلونه هم اغېزمن کړي دي.

[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG