لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا: د لاسي بم بريد کې پوليس اهلکار وژل شوی


خېبرپښتونخوا کې په پوليسو د وسله وال بريد يوه بله پېښه شوې په چارسده ضلع کې د شپې ناوخته په پولیس تاڼه د لاسي ګرنېډ/بم بريد شوی او يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی دی.

دا پېښه پرون د ګل/دوشنبې په شپه پينځم اګست شوې ده.

د خېبرپښتونخوا پوليسو د شپې ناوخته ويلي، د چارسدې په خانمايي تاڼه نامعلومه شرخوښو د لاسي ګرنېډ/ بم حمله کړې پوليس اهلکار ميرعالم خان پکې وژل شوی دی.

پولیسو ویلي د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.

د بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې خو په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا کې په پوليسو د څو بريدونو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] منلې ده.

پرون د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان کې هم د وسله والو سره په نښته کې د يو کېپټن په ګډون پينځه پوځيان وژل شوي دي.

د دغه بريد زمه واري هم تر دې دمه چا نه ده منلې.

د چارسدې په خانمايي تاڼه د لاسي ګرنېډ بريد په داسې حال کې شوی چې درې ورځې وړاندې د درېم ستمبر په شپه په لکي مروت ضلع کې د شهبازخېلو په پوليسو وسله وال بريد شوی وو.

پوليس ويلي وو د شهباز خېلو د پوليس چوکۍ مشر جمشېد خان د نورو پوليسو سره په ګشت وو چې نامعلومو وسله والو پرې بريد کړی چې پکې جمشېد خان وژل شوی او سپاهي انعام الله ژوبل شوی وو.

ټي ټي پي د دغه بريد زمه واري منلې وه.

ټي ټي پي په درېم ستمبر د پېښور د ريګي ماډل ټاون تاڼې په علاقه کې هم په پوليسو د بريد دعوه کړې وه.

او ټي ټي پي په دوېم ستمبر د ډېره اسماعيل خان په چودوان علاقه کې د يو پوليس اهلکار د وژلو زمه واري منلې وه.

د ډېره اسماعيل خان دا لومړۍ پېښه وه چې ټي ټي پي د څو مياشتو د ډز بندۍ وروسته په رسمي ډول د پوليس د وژلو زمه واري منلې وه.

ټي ټي پي د روان کال د مې په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال ډز بندي اعلان کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې چې تراوسه يې ټي ټي پي او د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG