لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش په کابل کې د روس د سفارتخانې مخې ته د ځانمرګي چاودنې زمه واري منلې


داعش يا دولت اسلامي ډلې د ګل/ دوشنبې په ورځ [پينځم ستمبر] په کابل کې د روس د سفارتخانې مخې ته د ځانمرګي چاودنې زمه واري منلې ده.

د اې اېف پي خبري ادارې ترمخه داعش ويلي، يو غړي يې د روس د سفارتخانې نه بهر چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده.

د خبر ترمخه داعش په ځانمرګي بريد کې د 25 تنو د وژلو دعوه کړې ده.

خو په کابل کې د طالبانو د پوليسو وياند خالد ځدران پرون ويلي، د روس د سفاترخانې سره نزدې يو ځانمرګي چې غوښتل يې په ګڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي د دوی امنيتي ځواکونو په نخښه کړی او چاودنه شوې ده.

ځدران په چاودنه کې د روس د سفارتخانې د دوه کارمندانو او څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو او څو نورو تنو د ژوبلېدو تاييد کړی دی.

د روس د بهرنيو چارو وزارت هم په کابل کې د روس د سفارتخانې مخې ته په چاودنه کې د دوه کار کوونکو د وژل کېدو ويلي دي.

وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ټویټر ويلي،

د روس د بهرنيو چارو وزير سرګۍ لاروف د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره په ټيليفون خبرې کړي او ويلي يې دي دواړه لوري بايد اجازه ور نه کړي چې د دښمن دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو په اړيکو منفي اغېزې وکړي.

او د روس د بهرنيو چارو وزیر سرګۍ لاروف دغه پېښه د جنايتکارو سازمانانو کار بللی او د هغوی پرضد د مبارزې ټینګار يې کړی دی.

په کابل کې دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې درې ورځې وړاندې د جمعې په ورځ دوېم جون د افغانستان په هرات ولايت کې په جومات کې چاودنه شوې او د طالبانو د ملاتړي ديني عالم مولانا مجيب الرحمان انصاري په ګډون پکې لږ تر لږه 18 تنه وژل شوي وو.

که څه هم د هرات د چاودنې ذمه واري لا کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو طالبانو یې پړه پر داعش خراسان ډلې ور اچولې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، په تېرو څو ورځو کې یې د افغانستان په لویدیځ کې د داعش ډلې د وسلوالو خلاف عملیات کړي او د دې ډلې یو شمېر غړي یې وژلي دي.

ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ نړیوال تنظیم، امریکې، عرب امارات، ایران، پاکستان او افغان سیاستوالو په هرات کې چاودنه غندلې وه.

طالبان چې په کابل کې يو کال وړاندې په واک کې راغلي حکومت يې د يو شمېر چېلنجونو سره مخ دی.

څيړونکي وايي که څه هم طالبان په افغانستان کې د امنيت په ځای کولو دعوه کوي خو د امنيت په وړاندې داعش ورته يو غټ چېلنج دی.

XS
SM
MD
LG