لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ: افغانستان او پاکستان نن په مهمه سيالۍ کې مخامخ کيږي


د ایشيا کرکټ کپ/ جام د روانو سیاليو په سُپر فور پړاو کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې نن د شورو/ چهارشنبې [7 ستمبر] په ماښام په مهمه سيالۍ کې مخامخ کيږي.

د کرکټ پوهانو په وېنا که په ننۍ سيالۍ کې افغانستان ماتې خوري، نو پاکستان فاينل يا پايلوبې ته رسي.

او د افغانستان د ماتې سره به د افغانستان او هند لوبډلې د ټورنامنټ څخه بهر شي.

خو که افغانستان په ننۍ لوبه کې پاکستان ته او بيا سبا د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د هند لوبډلې ته ماتې ورکوي او بل لور ته په لسم ستمبر بيا پاکستان سري لنکا ته ماتې ورکوي نو درې لوبډلې به څلور څلور پواينټونه ترلاسه کړي او د هغې نه د مخکې پړاو پرېکړه به بيا د رن رېټ په حساب سره کيږي.

بل لور ته د هند لوبډله په هغه صورت کې مخکې تلی شي چې پاکستان نن د افغانستان او بيا د سري لنکا نه ماتې وخوري او بيا د هند لوبډله د افغانستان نه په ډېرو رنزونو ګټه ترلاسه کړي او د هغې وروسته د هند د لوبډلې رن رېټ بیا هم د پاکستان او افغانستان نه ښه وي.

د ايشيا کپ په روانو سياليو کې د افغانستان لوبډلې په خپلو لومړو دوه سياليو کې د سري لنکا او بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړې خو د سُپر فور په لومړۍ سيالۍ کې يې د سري لنکا نه ماتې خوړلې وه.

بل لور ته پاکستانۍ لوبډلې په لومړۍ سيالۍ کې د هند نه ماتې خوړلې، په دوېمه کې يې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې او د سُپر فور سیالي يې د هند نه ګټلې ده.

د ایشيا کپ سُپر فور پړاو ته چې څلور لوبډلې افغانستان، پاکستان، سري لنکا او هند رسېدلي، سري لنکا دوه سيالۍ کړي دواړه يې ګټلي څلور پواينټونه يې ترلاسه کړي دي.

پاکستان په سُپر فور کې يوه سيالي کړې او ګټلې يې ده، دوه پواينټونه ورسره دي.

افغانستان يوه سيالي کړې خو ماتې يې خوړلې پواينټونه نه لري او هند د سُپر فور پړاو خپلې دواړه سيالۍ بايللي دي يو پواينټ ورسره نشته.

د ايشيا کپ فاينل/ پايلوبه په 11 ستمبر ټاکل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG