لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متقي: د الظواهري په اړه د طالبانو د حکومت څيړنه پای ته نه ده رسېدلې


په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي، د القاعده د مشر اېمن الظواهري پرضد د عملیاتو په اړه "نه خو تراوسه پورې امریکې د افغانستان حکومت ته کوم شواهد او اسناد ورکړي او نه په دغه اړوند د طالبانو د حکومت څيړنه پای ته رسېدلې ده".

د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزارت مرستیال وياند حافظ ضيا په ټويټر ويلي، د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د حساب ورکونې په کنفرانس کې د مطبوعاتو پوښتنې ته په ځواب کې دغه خبره کړې ده.

"چې په ایمن الظواهري باندې د امریکا د عملیاتو په اړه نه امریکا تر اوسه افغان حکومت ته کوم شواهد او اسناد وړاندي کړي او نه هم د افغان حکومت څېړنې پای ته رسېدلي دي".

هغه ويلي، "کله چې په دغې اړه تحقيقات مکمل شي د ملت او نړۍ سره به يې شريک کړي".

د امریکې صدر جوبایډن په دوېم اګست د القاعده د مشر اېمن الظواهري د وژنې ويلي وو چې د هغه "په لارښوونه په کابل کې هوايي بريد شوی او د القاعده مشر پکې وژل شوی دی".

هغه ویلي وو، 11 کاله مخکې د القاعده مشر اسامه بن لادن"په انصاف رسولی" وو، یو ځل بیا "اوس، انصاف تر سره شوی دی او دا ترهګر مشر نور نه شته".

صدر بایډن ويلي وو په کابل کې د الظواهري د ځای په اړه په ښکاره او د باور وړ ثبوتونو غور وکړو او بیا یې د هدفي برید اجازه ورکړه چې الظواري "د همېشه لپاره د جګړې له ډګره لرې کړي".

هغه وخت د طالبانو حکومت د امریکا د ډرون بريد کېدل تاييد کړي او دغه کار يې غندلی وو. وروسته بيا د طالبانو حکومت ويلي وو دوي په دغه اړه پلټنې کوي چې اېمن الظواهري هم په دغه ځای وو که نه وو.

اې پي په خپل رپورټ کې د امريکايي استخباراتي مامورینو له قوله ويلي وو په کوم کور کې چې الظواهري وژل شوی، د دې مالک د سراج الدین حقاني یو مرستیال دی. خو اې پي په خپل رپورټ کې د حقاني د مرستیال نوم نه وو اخیستی.

متقي په خپل نني خبري کانفرنس کې "په امریکا غږ کړی چې نور د افغانستان د هوايي حدودو سرغړونه ونه کړي او د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي".

هغه ويلي د حکومت په تېر يو کال کې يې امنیت په ځای کړی او د افغانستان خاوره د چا پرضد نه ده کارېدلې.

خو نوموړي دا دعوه په داسې حال کې کړې چې د طالبانو د حکومت په يو کال کې په افغانستان کې خونړي بريدونه شوي او وروستی بريد دوه ورځې وړاندې [په پينځم ستمبر] په کابل کې شوی د روس د سفارتخانې نه بهر ځانمرګې چاودنه شوې د روس د سفارتخانې د دوه کارمندانو په ګډون پکې شپږ تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

داعش د دغې بريد زمه واري منلې وه، د طالبانو په حکومت کې د راتلو وروسته په افغانستان کې په شوو بريدونو کې د زیاترو زمه وارۍ داعش منلي دي.

څيړونکي وايي د طالبانو حکومت د امنیت دعوه کوي خو دغه حکومت چې تراوسه پورې يو ملک هم په رسميت نه دی پېژندلی د ګڼو چېلنجونو سره مخ دی يو غټ چېلنج ورته داعش هم دی.

نړۍ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه د ټولشموله حکومت جوړونې، د جينکو د زده کړو ښځو ته د کار ځايونو ته د تلو د اجازت سره د بشري حقونو په ځای کولو، او د افغانستان خاوره ترهګرۍ دپاره د بل چا پرضد نه کارېدو غوښتنه کوي.

متقي د افغانستان تېر حکومت ته هر اړخيزه د فساد ټولشموله حکومت ويلي او زیاته کړې يې ده د طالبانو د حکومت کابينه او حکومت ټولشموله نه بلل کيږي چې د ټولو قومونو او سيمو استازي پکې وجود لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG