لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځو دحقونو فعالان غوښتنه کوي باید دپکتیا په څېر ټول افغانستان کې دنجونو ښوونځي پرانستل شي


په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو فعالان او ځايي اوسيدونکي په پکتيا ولايت کې د قومي مشرانو په غوښتنه د شپږم ټولګي پورته د جينکو ښوونځيو خلاصېدل يو ښه ګام بولي او په هېواد واکمنو طالبانو څخه غوښتنه کوي چې بايد د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د جينکو لپاره تعليمي ادارې خلاصې کړي۔

دوی وايي په يوه ټولنه کې مېرمنې د تعليم نه بې برخې کول د هغې ټولنې لپاره ښې پايلې نه لري او دې ګام سره د ټولنې بېلا بېل اړخونه اغيزمن کېږي۔

د افغانستان دپکتيا ولايت سيميز طالب چاواکو او ځايي خلکو ويلي چې د ولايت په بیلابیلو برخو کې د شپږم ټولګي پورته ځيني تعليمي ادارې د جينکو لپاره پرانستل شوې دي۔

په دې هکله يو ځايي خبريال حبيب الله سراب وي او ای ډيوه ته وايي چې د دوو اوونیو راهسې د افغانستان په پکتيا ولايت کې د جينکو ښوونځي پرانستل شوي دي .

نوموړي زياته کړه" دغه سکولونه په سيمه کې د قومي مخورو او ددې ترڅنګ د سکولونو د مديرانو په همغږۍ سره خلاص شوي دي او جينکو ته پکې د زدکړو زمينه برابره شوې ده"

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي ځايي ميډيا سره شريک کړي يو غږيز پيغام کې ويلي چې په مرکز او څمکنيو ولسوالۍ کې خواوشا 5 ښوونځي د مديرانو لخوا پرانستل شوي دي او نجونو خپلې زده کړې پېل کړې دي۔

نوموړي دا هم ويلي چې په دې برخه کې د پوهنې وزارت او ولايتي رياست لخوا کوم ځانګړی حکم نه دی راغلی او نه يې چا مخه نيولې ده۔

افغان ټولنيزه فعاله او د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکې فراح ناز الکوزۍ د دې ګام ستاینه کوي او وايي بايد په ټول هېواد کې د جينکو لپاره پرته له څه ځنډ تعليمي ادارې پرانستل شي۔

نوموړې وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " مونږه دې ته ډېر خوشاله يو او د دې په ګډون غواړو چې د افغانستان په 34 ولايتونو کې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانستل شي او زما هره خور او لور مکتب ته لاړه شي او زده کړې وکړي"

طالبانو تېر کال د ستمبر دمیاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانستل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا ددې د تړلو امر وکړو۔

په افغانستان کې مېشت د مېرمنو د حقونو فعاله اوږۍ امېل وي او ای ډيوه ته وايي بايد د پکتيا ولايت په څېر د نورو علاقو مشران هم د جينکو د سکولونو پرانستلو په لړ کې د همت نه کار واخلي۔

ډيوه سره خبرو کې د نوموړې وېنا وه چې" د قوم مشران که مېرمنې دي او که نارينه دي او خاص کر سړي چې ډېر صلاحيت لري دوی په خپل همت خلکو ته منطق وکاروي او پوهه يې کړي چې دا خو د ابادۍ نيمې نه سېوا برخه ده که په دې حساس وخت کې د تعليم نه وروسته پاتې کېږي نو بيا به يوه جينۍ نه پېدا کېږي چې هغه چرته ښوونکې شي او نورو ته سبق وښايي او نه به څوک ډاکټره پېدا کېږي چې د نورو مېرمنو درملنه وکړي"

په پکتیا ولایت کې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د طالبانو nحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد nنهې په ورځ کابل کې خبریالانو ته ويلي، په دې څېړنې کیږي چې یاد ښوونځي په کومو شرایطو او د چا په امر پرانیستل شوي دي۔

نوموړي دا هم ويلي چې د جينکو تر شپږم ټولګي پورته د سکولونو پرانیستلو په اړه یوازې د پوهنې وزارت دپرېکړې صلاحیت لري۔

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش روانه اوونۍ په افغانستان کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو د دوام په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي وؤ چې په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو لیرې پاتې کېدل له مساوي حقونو څخه له عدل لرې سرغړونه ده چې په خبره یې ټول هیواد ته زیان رسوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG