لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه کې پولیسو اته نشه پلورونکي وژلي، وایي ترهګر تنظیمونه هم په نشو خرڅولو کې لاس لري


کوټه ــــ د بلوچستان د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې د پوليسو مشر اعتزاز ګورايه وایي ترهګر تنظيمونه په بلوچستان کې د نشيي توکو له کاروبار او غیرقانوني ټیکس يا قلنګ اخيستلو له لارې زياتې پیسې تر لاسه کوي.

له رسنيو سره په خبرو کې اعتزار ګورايه وويل نن يې د کوټې په «سيټي ناله» کې د نشيي توکو د خرڅوونکو پر ضد په عملياتو کې سي ټي ډي پوليس ځکه برخه اخيستې وه چې ترهګر تنظيمونه نشيي توکو له کاروباره ګټې تر لاسه کوي.

ګورایه وويل ترهګر تنظيمونه يو ځای د نشيي توکو د کاروبار له لارې، بل ځای د قلنګ يا بتې په شکل کې او بل ځای بيا د نشيي توکو د قاچاکبرو د کومک کولو له لارې هم پیسې تر لاسه کوي:

"بي ايل اې [بلوچ ليبرېشن ارمي] بهته يا قلنګ هم اخلي، داعش هم د نشيي توکو کاروبار کوي، ټي ټي پي هم د نشيي توکو کاروبار کوي، قلنګ هم اخلي، ځينې د بېنک اکاونټونه هم دي چې له هغوی پېسې لېږل شوي او تر لاسه شوې دي د هغوی هم موږ تحقيات کوو".

د پولیسو د دې دعوو په اړ‎ہ بلوڅ بېلتون غوښونکې وسلوالې ډلې بي ایل اې څه ویلي او نه ھم د رپورټ د خپریدو تر وخته د تحریک طالبان پاکستان او داعش کوم دریځ مخې ته راغلی.

پولیس مشر اعتزاز ګورایه وویل د حوالې له لارې افغانستان ته هم په غیرقانوني لارو پیسې ځي او له هغه ځايه بلوچستان ته پیسې لېږل کېږي:

"موږ پوره تحقيات کوو لګيا يو خو دومره درته وايم چې د مني لانډرنګ له لارې چې کومې پېسې ځي زه دومره درته وايم چې دا ډېرې زياتې پېسې دي، چې بي ايل اې، داعش او ټي ټي پي دا بېنک اکاونټونه استعمالوي".

د بلوچستان یوه پولیس مشر په لومړي ځل د ترهګرو تنظیمونو له خوا د غیرقانوني پیسو د لېږلو را لېږلو او د بېنکي اکاونټونو استعمالولو خبره په داسې وخت کړې چې د پیسو د څار نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف له تېرو څو کلونو پاکستان د ترهګرو د مالي سرچینو د بندولو په برخه کې د کارکردګۍ پر سر په خړ فهرست کې ساتلی دی.

د اعتزاز ګورایه په وینا د دغو عملياتو تر څنګ د ترهګرو تنظيونو د پېسو د ګټلو لارې د تړلو او په نا قانونه توګه يا مني لانډرنګ له لارې د پېسو د لېږد او په تر لاسه کولو کې ککړ تنظيمونو او خلکو پر ضد يې پر لوړه کچه تحقيقات هم پېل کړي دي۔

د کوټې پوليسو د چارشنبې- شورو په ورځ د کوټې په «سټي ناله» کې عمليات کړي، د دې عملياتو اړوند ځانګړي خبري کانفرنس کې عتزاز ګورايه دغه خبرې له رسنيو سره وکړې.

په دې خبري کانفرنس کې د کوټې د پوليسو ډي ای جي اظفر مېسر د عملياتو په اړه وويل تر دې وړاندې يې په ياده سيمه کې پر وړه کچه پينځلس عمليات کړي خو دا ځانګړي عمليات يې له پوره تيارۍ او تحقياتو وروسته کړي چې وایي پوليس پکې کاميابه شوي دي. اظفر وویل د ځوابي ډزو په نتيجه کې يې نشيي توکي خرڅوونکي او په بېلا بېلو جرمونو کې ککړ اته تنه وژلي دي:

"نن سهار شاوخوا پينځه بجې موږ د خفيه معلوماتو پر اساس د پلټنې عمليات يا سرچ اپرېشن کاوه، هلته ځوابي ډزې وشوې او د هغوی په نتيجه کې د لوړې کچې اته تنه نشه خرڅوونکي ووژل شول، دوه په ټپي حالت کې ګرفتار دي او پينځه تنه نور نيول شوي دي، ډيره زياته اسلحه او نشيي توکي مو تر لاسه کړي دي".

د خبري کانفرنس پر وخت پولیس چاراکو که څه هم د وژل شوو تورنو کسانو د جرمونو په اړ‎ہ ‎ پورہ تفصیل له رسنیو سرہ شریک نه کړ خو دوی وویل چې د په وژل شوو کې د ځینو پر ضد تر نھه زیاته مقدمې درج دي.
د پولیسو د دغو تورونو په اړ‎ہ ازادو سرچینو تصدیق یا تردید نه دی کړ‎.

خو په پاکستان کې زیاترہ وخت د پولیسو پر داسې عملیاتو او دعو باندې سوالونه او اعتراضونه هم پورته کېږ‎ي.

د کوټې د ډي ای جي په خبره د ښار تر حده پورې د نشيي توکو او د نشه کوونکو د مخنيوي ذمه واري د دوی ده خو په نور ايالت کې د نشيي توکو د مخنیوي کار د اې اين ايف يا اينټي نارکوټيکس فورس کار دی.

هغه وويل بلوچستان ته له افغانستانه په زياته کچه نشيي توکي راوړل کېږي. ډي ای جي انديښنه څرګنده کړه او ویې ویل د نشه کوونکو شمېر په ټول ايالت کې پر زياتېدو دی، وايي د ښوونځي، کالج او پوهنتون زده کوونکي هم په بېلابېلو نشو اخته شوي دي چې د دې مخنيوی اوس يواځې د حکومت تر وس هم وتلی، هغه وغوښتل چې د ټولنې هر تن دې د دې په مخنيوي کې د خپلې برخې کردار ادا کړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG