لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې له سېلابونو څخه د مړو شمېر ۱۳۴۳ ته رسېدلی


د حکومتي شمېرو له مخې په پاکستان کي د راغلو سيلابونو له وجې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ نور کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړې چې ورسره په ګرد هيواد کې په سېلابونو کې د مړو شویو کسانو شمير 1343 ته رسيدلې دی.

بل لور ته د مطبوعاتي رپوټونو له مخې حکومت د پى ايس ډي پى يا د وفاقى پرمختیايي کارونو لپاره ايښودل شويو 800 اربه روپیو کي د 150 اربه روپیو کمولو او دا پيسې سيلاب ځپلو سيمو کي د بيا رغونې کارونو لپاره ورکولو فيصله کړې.

دا په داسې وخت کې چې نړيوالې مالياتي ادارې ایې ايم ايف ځنډولې شوې د پور پروګرام په ځای کړې او د اوسني حکومت دپاره دا مشکله ده چې د سيلاب ځپلو سيمو د پاره غټې پيسې ځانګړې کړي٠
د پاکستاني چارواکو په وينا د روانو سيلابونو څخه د لږ تر لږه د لس اربه ډالرو زيانونه اوړيدلي او اغيزمنه سيمو کې د بيا رغونې په کارونو کي تر پينځو کالو پورې وخت لګيدلې شي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د شروع، چهارشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا ډيره اسمايل خان سيمه کي د مرستې ورکولو د کارونو جاج واخيستلو او دغلته له موجوده خلکوسره خبرو کي نوموړي وويل' په سيلاب ځپلوسيمو کي د مرستو او بيا ودانۍ هلوځلو د پاره په اربونو نه بلکه کهربونه روپۍ پکار دي.

نوموړي وويل، بايد چې ځيني نړيوال او دوست هيوادونه زمونږ مرستې کوي خو دا چيلنج ډير غټ دې٠
په عين حال کي د ملګرو ملتونو سر منشي اانټوني ګوټيرس راتلونکي اونۍ کي د پاکستان سفر کوي چې دلته د سيلابونو نه شوي زيانونـو جاج واخلي٠

څيړونکی ذيشان حيدر وایى، د وخت د ټولو زيانونو شميرې راغونډېږي او دا زيانونه د موجوده اندازو نه زيات هم کيدې شي٠

له وى او اې ډيوه سره خبرو کي نوموړي وويل،" د وفاقى پرمختيايي پروګرام له بجټ څخه 150 اربه روپۍ د سيلاب ځپلو لپاره له ځانګړي کولو نه پرته بله څه لار حکومت سره نه وه ، ولې چې داسې نشي کيدلې چې ټولې مرستې دي بهرني هيوادونه وکړي٠"
ذيشان حيدر وويل، چې مرستندويه ادارې کومې مرستې کوي هغوى به هم دا غواړي چې پاکستان دي پخپله هم خرچه وکړي٠

نوموړي زياته کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي اينتهوني ګوټيرس د پاکستان سفر کي د سيلابونو څخه د شويو زيانونو جاج اخيستلو نه وروسته به چې هغه له نړي نه د مرستو کوم خواست کوي هغه به ډير وي٠

نوموړي زياته کړه چې له پاکستان سره امريکا، برتانيه، اورپایي اتحاد او د عرب هيوادونو لخوا هم مرستې شوې دي خو د ښاغلي ګوټيرس نړې ته د دي خواست وروسته تمه ده چې له پاکستان سره نړيوالې مرستې سيوا شي٠

د پاکستان دريمه برخه د وخت د سيلابي اوبو د لاندي ده ، په کروړونو خلک بې کوره شوي دي او د ټولو نه زيات اغيزمنه پکي ښځې او ماشومان دي٠

د سيلاب نه اغيزمنه خلکو سره نړيوالې مرستې دوام لري او تر اوسه پورې د بهرنیو هيوادونو څخه په مرستو بار 49 پروازونه پاکستان ته رسېدلي دي٠

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG