لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې په پولیس چوکۍ د لاسي بم بريد شوی


خېبرپښتونخوا کې په پوليسو د وسله وال بريد يوه بله پېښه شوې او په لکي مروت ضلع کې د شپې ناوخته په پولیس څوکۍ د لاسي ګرنېډ/بم بريد شوی او د یو ملزم په ګډون پکې شپږ پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

دا برید د شپې نورنګ تحصیل په ګنډي چوک سیمه کې د پولیس په څوکۍ شوی دی او د لکي مروت د پولیسو ضلعي مشر ضیاالدین دې لاسي بم چاودنه کې د پوليسو ژوبلېدل تاييد کړي دي.

وي او ای ډیوه سره شریکو کړو معلوماتو کې هغه ویلي ژوبلو کسانو کې یو ملزم او پینځه پولیس شامل دي.

پېښه کې د ژوبلو پولیسو پیژندګلو د ډراییور امداد الله، خالد، شریف الله، زیشان او افضل په نومونو شوې ده.

په سمدستي توګه د دې بريد زمه واري چا نه ده منلې خو په ورستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان د یو شمېر حملو ذمه وارۍ منلي دي، باوجود د دې چې دغه غېر قانونه ډلې د ډز بندۍ اعلان هم کړی دی او حکومت ورسره د امن مذاکرات هم شرو ع کړي دي.

تحریک طالبان په تيرو څو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې په پولیسو د بريدونو سره په شمالي وزیرستان کې د پوځ سره د نښتې زمه واري هم منلې په کومه نښته کې چې د يو پوځي افسر په ګډون په پينځه عسکر وژل شوي وو.

د لکي مروت د پولیسو د نورنګ سرکل مشر یا ډی ایس پي اسماعیل خان وي او ای ډیوه ته وویل د پولیسو په څوکۍ دا لاسي بم برید په داسې حال شوی چې پولیس ډوډۍ خوړو ته ناست وو.

هغه وویل پولیس عسکر بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي او حالت یې د خطرې نه بهر دی.

د ډی ایس پي په خبره دا د ترهګرۍ پېښه ده نامعلوم کسان راغلي په څوکې یې برید کړی او بیا تښتېدلي دي.

هغه ویل د بریدکونکو پرضد یې علاقه ګیره کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

په دریم ستمبر لکي مروت سیمه کې د پولیسو په ګاډي د وسله والو برید کې پولیس افسر ایس ایي وژل شوی او یو پولیس ژوبل شوی وو.

او بیا په پینځم ستمبر د شمالي وزیرستان په بویه سیمه کې وسله سره نښتې کې د پاکستان پوځ په وینا د پوځ یو افسر کپتان په ګډون پینځه عسکر او څلور وسله وال وژل شوي.

تیر ورځ په خېبر قبایلي ضلع په تیرا سیمه کې په امنیتي عسکرو پرله پسې درې بريدونه شوي چې پکې یوعسکر مړ او بل ټپي شوی دی.

د دغو بریدونو زمه واري تحریک طالبان په غاړه اخستې ده.

ټي ټي پي په دوېم ستمبر د ډېره اسماعيل خان په چودوان علاقه کې د يو پوليس اهلکار د وژلو زمه واري منلې وه.

د ډېره اسماعيل خان دا لومړۍ پېښه وه چې ټي ټي پي د څو مياشتو د ډز بندۍ وروسته په رسمي ډول د پوليس د وژلو زمه واري منلې وه.

ټي ټي پي د روان کال د مې په مياشت کې د وړوکي اختر په مهال ډز بندي اعلان کړې او دغه ډز بندي بيا د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د بل اعلان پورې غځول شوې چې تراوسه يې ټي ټي پي او د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه نه دي ويلي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG