لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلینسکي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن سره لیدلي


واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په خپلې ورځنۍ وینا کې وویل، چې ده او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن چې په یو نه اعلان شوي سفر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ کیېف ته تللی په بېلابېلو مسلو خبري کړي.

هغه ویلي، دواړو مشرانو په دې هم خبري کړي چې روس یو ترهګر هېواد ونومول شي.

زېلینسکي وویل، "حقوقي حقیقت باید هر وخت له ریښتیني حقیقت سره اړخ ولګوي. او دا یو حقیقت دی چې روس په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لویه سرچینه ګرځېدلې."

هغه زیاته کړه، "نړۍ ته باید دا څرګند پیغام ورسېږي چې د روس ترهګري به ونه بخښل شي."

زېلینسکي همدارنګه په خپلې ورځنۍ وینا کې وویل، "زمونږ تر زرو کیلومټرو زیاته سیمه د سپټمبر د لومړۍ نېټې راهیسې ازاده شوې ده."

زېلینسکي وویل، "زه له ټولو هغو مننه کوم چې دا یې شونې کړل. زه د پوځ، استخباراتي افسرانو او د ځانګړو خدمتونو له هر کس څخه قدرداني کوم چې په دې ورځو کې یې د اوکراین یو یو بیرغ پورته کړی."

بلېنکن له زېلینسکي سره تر لیدنې وروسته په یو بیان کې ویلي، "د اوکراین د لومړۍ کرښې تکړه دفاع کونکو په ډېرې بهادرۍ سره د خپل هېواد له ازادۍ څخه دفاع ته دوام ورکړی."

دغه لوړ پوړي ډپلوماټ یو ځل بیا د ولسمشر جوبایډن لخوا د اوکراین د ملاتړ ژمنې تازه کړې چې "څومره اوږد هم ونیسي."

په ورته وخت کې امریکا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی پلان لري چې اوکراین او ۱۸ نورو اروپايي هېوادونو ته چې د روسانو د یرغل لخوا ګواښل شوي ۲.۲ بیلینه ډالره اوږد مهاله پوځي مرسته واستوي.

همدارنګه امریکا ۶۷۵ میلیونه ډالره نوره نېغ په نېغه د کیېف حکومت ته د وسلو او مهماتو د نوي دستې په‌ څېر استوي چې د ماسکو د یرغل په وړاندې پرې جګړه وکړي.

یوې خبري رسنې راپور ورکړی چې بلېنکن د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ ته د یو شمېر تیارو لارو څخه ننوتی چې کړکیو ته یې د شګو خلطې اېښودل شوې وې تر هغو چې بیا سپینې خونې ته ورسېده کومه چې په طلايي رنګونو او کرسټلي قندیلونو ښکلې شوې.

زېلینسکي د امریکا د لویې مرستې قدرداني وکړه او د بایډن او کانګرس لخوا د مرستو ستاینه یې وکړه چې له اوکراین سره د خپلې ځمکې په بېرته اخیستلو کې یې کوي.

د امریکا له دغې نوې مرستې سره اوس له اوکراین سره د امریکا لخوا د ټولې مرستې اندازه په دفتر کې د بایدڼ د کار د پیلېدو راهیسې ۱۵.۲ بیلینه ډالرو ته رسېږي.

د ۶۷۵ میلیونه ډالرو په پوځي مرسته کې درنې وسلې، مهمات او زرې موټرې شاملې دي.

همدارنګه بلېنکن وویل، ۲.۲ بیلینه ډالره اوږد مهاله مرسته به د اوکراین او ۱۸ نورو ګاونډیو هېوادونو امنیت چې اکثره یې د ناټو غړي هم دي پیاوړی کړي.

په نیویارک کې بیا روس د ملګروملتونو د امنیت د شورا په یوې غونډه کې وغوښتل چې په لویدیځ باندې نیوکه وکړي کوم چې اوکراین ته پوځي مرستې استوي او د روس استازي دې ته د پراکسي جګړې نوم ورکړی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG