لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي له ټي ټي پي سره د ایین له دایرې بهر خبرې نه کوي


کوټه ــــ په داسې وخت کې چې پاکستاني وسلوالو طالبانو په قبایلي سیمو کې بیا پر پاکستاني پوځ بریدونه پیل کړي د پاکستان د داخله چارو وزير رانا ثناء الله ويلي له "تحريک طالبان پاکستان" سره مزاکرات به د ايین په دايره کې کوي.

رانا ثناوالله د پنجشنې- زیارت په ورځ د بلوچستان ايالت په سر ښار کوټه کې له رسنيو سره د خبرو پر وخت د وي او اې ډيوه د سوال په ځواب کې وويل:

"کومه پوښتنه چې تا د مذاکراتو په اړه وکړه نو هغه [مزاکرات] به د قانون په دايره کې کيږي او هره ترهګره ډله چې په هر نامه وي پاکستانی پوځ ددغو ترهګرو په حقله معاملات د حل کولو صلاحيت لري، پوځ مخکې هم پر دا معاملاتو باندې لاس کامیابه وو او په راروانو وختونو کې به هم ورباندي لاسبری وي".

رانا ثناوالله دغه خبرې په داسې وخت کې کړې چې د پاکستاني پوځ او ټي ټي پي تر منځ د ډزبندۍ اعلان روان کال د مې په مياشت کې د کوشني اختر پر مهال شوی او دغه ډزبندي بيا د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو په مهال تر بل اعلان پورې وغزول شوه چې تر اوسه يې نه ټي ټي پي او نه هم د پاکستان حکومت او پوځ د ختمېدو په اړه څه ويلي دي.

د داخله وزير د دې بيان په اړه تر اوسه د ټي ټي پي کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی، خو په تېرو څو اوونيو کې د پښتونخوا په بنو او لکي مروت کې د ځينو وسلوالو بريدونو او لاسي بم حملو ذمه واري تحريک طالبان منلې ده.

تېر کال پر کابل د افغان طالبان له واکمنېدو وروسته د پاکستان حکومت او تحريک طالبانو تر منځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب مزاکرات شروع شوي وو.

وتلی خبريال او څېړونکی شهزاده ذولفار وايي چې که څه هم رانا ثناوالله د داخله چارو وزير دی خو دا کتل پکار دي چې هغه له طالبانو سره د مذاکراتو کولو په ټوله معامله کې څومره اختيار لري او هغه څومره پوښتل شوی دی.

"زما په نظر د پاکستان د رياست او د عسکري ادارو پاليسي دا ده چې هغه ګوري چې کوم خلک مذاکرات کول غواړي، بايد له هغوی سره دغه لړۍ روانه وساتل شي، له هغوی کار واخلو، بيا که نيمه برخه پاتېږي يا تر هغه لږ یا زيات پاتېږي، او که هغه د [ټي ټي پي] په ترهګريزو پېښو کې ملوث شي، نو د هغوی پر ضد به کاروايي کوي".

تحريک طالبان پاکستان په خپلو غوښتنو کې د پخوانۍ فاټا بيرته بحالول، له تنظيمي ډانچې سره خپلو سيمو ته واپسي، د دوی پر ضد درج مقدمې ختمول او نورې مهمې غوښتنې شاملې دي خو د پاکستان پوځ په بيا بيا ويلي د پخوانۍ فاټا بيرته بحالول د نه منلو او نا ممکنه خبره ده.

د ترهګريزو بريدونو حساب او معلومات جمع کوونکې اداره "ساوت ايشيا ټیررزم پورټل" رپورټ وایي چې په اګست مياشت کې په پښتونخوا کې د ناامنۍ په 13 پېښو کې د امنيتي ځواکونو د عسکرو او د وسلوالو په ګډون ټول 28 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وایي په يادو 13 پېښو کې تر لسو زياتو پېښو کې د ټي تي پي وسلوال شامل وو.

څېړونکي وایي که څه هم حکومت او ټي ټي پي د اوربند ماتولو رسمي اعلان نه دی کړی خو د دواړو خواوو ترمنځ بې باوري زياته شوې ده او اوس په اوربند باور کول ګران شوي دي.

د څېړونکو په خبره دا اوسني بریدونه څرګندوي چې له تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان د حکومت خبرې ځنډېدلې دي او ټي ټي پي پر حکومت د فشار زیاتولو لپاره بریدونه روان ساتلي دي.

که څه هم په څو ځله د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کړې چې د ترهګرو تنظيمونو ملا يې ماته کړې ده خو د دې باوجود د ملک په بېلا بېلو سيمو کې وخت نا وخته وسلوالې ډلې د بريدونه زمه وارۍ منلې.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG