واشنګټن – اوکراین د روسي ځواکونو پرضد روانه جګړه کې د جمعې په ورځ د نویو لاسته راوړنو ادعا کړې او د روس لخوا ختیځې خارکیېف سیمې ته ټاکل شوي مشر ویلي، کیېف د پام وړ پرمختګ کړی.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په خپلې شپنۍ ویډیوي وینا کې د جمعې په ورځ وویل، چې اوکرایني ځواکونو په خارکیف سیمه کې تر ۳۰ زیات ځایونه بېرته له روسانو څخه نیولې دي.
زېلینسکي وویل، "مونږ پړاو په پړاو زیاتې سیمې نیسو، د اوکراین بیرغ او د خلکو خوندیتوب بېرته پر ځای کوو."
تر دې مخکې د ورځې په سر کې د روس دولتي ټي وي خارکیېف سیمې ته د روس لخوا ټاکل شوي اداري کس سره هغه مرکه خپره کړې په کومه کې چې هغه ویلي، "حالات اوس جدي دي. حقیقت دا دی چې زمونږ دفاعي حالت مات شوی او دا د اوکرایني ځواکونو لپاره یوه لویه بریا ده."
په خارکیېف کې د اوکراینیانو لخوا شوی پرمختګ په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو ستر پرمختګ بلل کېږي.
د لویدیځ پوځي څېړونکي وايي، له دغه پرمختګ سره اوس اوکراینیان د اور ګاډي په هغې پټلۍ باندې د برید کولو جوګه شوي چې ماسکو پرې د اوکراین په ختیځ کې خپلو ځواکونو ته اکمالات رسوي او له دې سره به اوس له زرګونو سرتیرو سره لاره پرې شي.
د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ ویلي، چې اوکرایني ځواکونه د کوپیانسک سره په ۱۵ کیلومټرۍ کې دي په کوم ځای کې چې د اورګاډي هغه پټلۍ سره راټولېږي چې ماسکو یې کاروي.
د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتو د شنبې یا خالي په ورځ په خپل ټویټر باندې په یو خپور کړي راپور کې ویلي، د کوپیانسک نیول به "روسانو ته یو لویه ماته ده."
اخوا زېلینسکي د اونۍ په سر کې په یوې ویډیو کې ویلي چې اوکرایني سرتېرو په ختیځ کې د بلاکلیا ښار نیولی دی چې د خارکیېف په اوږدو کې جنوب ته پروت دی.
اوکرایني ځواکونو ویلي، دوی اوس له دې خوا څخه نېږدې ۵۰ کیلومټره پرمختګ کړی.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د چک په پلازمېنه پراګ کې یوې خبري غونډې ته ویلي، "مونږ په خرسان کې پرمختګ وینو. مونږ په خارکیېف کې یو څه پرمختګ وینو. او دا ډېر ډېر هڅونکی دی."
د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتي راپور کې راغلي، "په خرسان کې د اوکرایني ځواکونو لخوا د عملیاتو له دوام سره اوس د روسانو دفاعي کرښه په شمال او جنوب دواړو کې تر سخت فشار لاندې راغلې."
بل پلو د ملګروملتونو د اټومي څار ادارې د جمعې په ورځ ویلي، راکټي بریدونو د اوکراین په اینرهودار ښار کې د برېښنا ودانۍ ویجاړه کړې چېرې چې کارکونکي د روس تر کنټرول لاندې د ژپوریژیا اټومي کارخونه چلوي او له دې سره دغې اټومي بټۍ ته ګواښ زیات شوی.