لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملکه الزبت دپښتونخوا دګڼو سیمو سفرونه کړي وؤ،ترڅلورو کالو دپاکستان ملکه هم پاتې شوې وه


په پاکستان کې د سياسي او تاريخي چارو پوهان وايي چې د برطانيي دوېمه ملکه الزبت د پاکستان د ازادېدو وروسته په لومړیو کلونو کې د پاکستان سياسي او معاشي ثبات کې ډېر مهم کردار لوبولی دی۔

دوی وايي نوموړې د پاکستان او هندوستان ترمنځه کشالو هوارولو کې هم ګامونه اخستي وؤ او هم دغه وجه ده چې ملکه الزبت په دواړو هېوادونو کې يو غېر متنازغه شخصيت پاتې شوی او خلکو ورته په درنه سترګه کتلي دي۔

ملکه الزبت په کال 1961 کې د پاکستان دکراچۍ او لاهور ښارونو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا بېلا بېلو سيمو دوره کړې وه او د ځايي مخوريز خلکو سره يې ملاقاتونه هم کړي وو۔

څېړونکي وايي د برطانيي تر ټولو زياتې مودې پورې واکمنه پاتې شوې ملکه، الزبت د پاکستان جوړېدو وروسته د څلورو کالو لپاره د دې هيواد هم ملکه پاتې شوې وه.

دوی وايي په دغه موده کې هغې د پاکستان د استحکام او پرمختګ لپاره مهم کردار لوبولی ؤ۔

د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر محمد زبېر وي او ای ډېوه ته وايي د پاکستان جوړېدو وروسته د کال 1952 تر 1956 پورې ملکه الېزبت د قانون په اساس د پاکستان هم ملکه وه ځکه چې دغې دوران کې د پاکستان دستور نه و جوړ شوی۔

نوموړي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل " هغه وخت کې پاکستان يو نوی ملک و او پاکستان ته د اقتصاد، سياست او امنیت چېلنجونه مخې ته وو او په هغې قابو موندلو لپاره د يوې سټرېټيجي جوړولو ضرورت و نو د هغې په جوړولو کې د پاکستان خپلو حکومتونو سره سره د برطانيي دملکې رول هم ډېر اهميت لري، او بيا خاص کر د پاکستان په خارجه پالېسۍ کې دې (ملکه الزبت) ډېر غټ کردار اده کړو"

څېړونکي وايي د ملکه الزبت د دغې کردار له وجې په داسې وخت کې چې پاکستان د اقتصادي او سياسي ستونزو سره مخ و، د غربي نړۍ نه ورته مالي، سياسي او تيکنيکي مرستې ترلاسه شوې او د پاکستان پوځ لپاره په برطانيه کې د تربيت اخستو زمينه برابره شوه۔

د پېښور پوهنتون د تاريخ دڅانګې استاد ډاکټر الطاف قادر وي او ای ډيوه ته وايي ملکه الزبت په کال 1961 کې په لومړي ځل د کراچۍ، لاهور او د خېبر پښتونخوا نورو بېلا بېلو سيمو دوره وکړه چې مقصد يې د ځايي ولس د زړونو څخه د برطانيي لپاره کرکه لرې کول وؤ۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه دا هم وويل چې ملکه الزبت پېښور ته راغلې وه او دلته يې بېلا بېلو مشرانو او د فرنټېر وومن کالج د هغه وخت ځينو زده کوونکو سره ملاقات کړی و،

دنوموړي په وینا وروسته ملکه الیزبت پخوانۍ خېبر ايجنسۍ ته تلې وه او په جمرود کې يې د قام مشرانو سره ملاقات کړی و او دوی ورته هغه وخت کې پځونه یا ګډان هم ډالۍ کړي وو۔

ښاغلی قادر وايي چې دې نه علاوه ملکه الزبت دوه ورځې په سوات کې هم تېرې کړي دي او هلته يې د سوات والي مياګل جهانزېب سره ملاقات کړی و۔

نوموړي زياته کړه ملکه الزبت په کال 1997 کې د پاکستان خپلې دوېمې دورې په مهال کوشش کړی و چې د پاکستان او هندوستان ترمنځه کشالې هوارې کړي او د هغې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځه تعلقات تر څه حده ښه شوي هم وو۔

ډاکټر الطاف قادر وايي چې د وروستۍ دورې په مهال ملکه الزبت د پاکستان د قامي اسمبلۍ ګډې غونډې ته وینا کړې وه۔

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل " دې دوېمې دورې کې لویه نقطه دا وه چې د پاکستان او هندوستان په خپلو کې چې کوم مسایل دي چې دا حل کړي"

هغه وايي د دې په نتيجه کې وکتل شول چې د پاکستان او هندوستان دچارواکو ترمنځ په لاهور کې يوه غونډه وشوه او بيا يو بس سروس هم شروع کړل شو۔

ملکه الزبت د لندن مېفېر سيمه کې په کال 1926 کې پېدا شوې وه او په کال 1952 کې يې د خپل پلار جارج شپږم د مرګ وروسته د برطانيې د ملکې په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې۔ د برطانيي دوېمې ملکې الزبت په 8م سپتمبر د 96 کالو په عمر کې دنړۍ نه خپلې سترګې دتل لپاره پټې کړې

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG