لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اندونیزیا کې د ریختر په کچه د ۶.۱ درجو زلزله شوې


د اندونیزیا د پاپوا ایالت
د اندونیزیا د پاپوا ایالت

واشنګټن - د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره وايي، د اندونیزیا په پاپوا سیمه کې د شنبې یا خالي‌ په سهار یوه زلزله شوې چې ځواک یې د ریختر په اندازه ۶.۱ درجې اټکل شوی او څو دقیقې وروسته بیا د ۵.۶ درجو په ځواک یو بل ټکان هم ورکړل شوی.

په راپور کې راغلي چې د دواړو ټکانونو مرکز د ابېپورا ښار څخه په ۲۷۲ کیلومټرۍ کې ۱۵ کیلومټره لاندې د ځمکې په تل کې وو.

دمګړۍ د چارواکو لخوا په زلزله کې د کومې ممکنه مرګ ژوبلې او ویجاړي په اړه څه نه دي ویل شوي.

په اندونیزیا کې اکثره وخت زلزلې کېږي ځکه د پسېفېک د اور په کړۍ پروت هېواد دي.

د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د سلوویسي په ټاپو کې د ۶.۲ درجو په اندازه زلزله شوې وه چې تر سلو زیات کسان پکې مړه او په زرګونو بې کوره شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG