لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په رونیزو تمرینونو کې یوه بلک هاک هیلې کوپټره غورځېدلې ده


 یوه امریکايي بلک هاک هیلې کوپټر چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د کابل پرفضا الوتنه کوي
یوه امریکايي بلک هاک هیلې کوپټر چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ د کابل پرفضا الوتنه کوي

واشنګټن – د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د طالبانو په رونیزو تمرینونو کې یوه بلک هاک هیلې کوپټره غورځېدلې ده او درې کسان پکې وژل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمي ویلي، "یوه امریکايي بلک هاک هیلې کوپټره چې د روزنې لپاره پورته شوې وه د تخنیکي ستونزو له امله د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې غورځېدلې ده."

هغه زیاته کړې، پنځه نور کسان په دغه پېښه کې ژوبل شوي هم دي.

طالبانو وروسته له هاغې یو شمېر امریکايي ساخت الوتکې ونیولې کله چې یې تېره په کابل کې په واک باندې قبضه وکړه.

دا څرګنده نه ده چې دا مهال یې څو الوتکې کار کوي.

د امریکا پوځ له افغانستان څخه د وتلو پر وخت په قصدي توګه یو شمېر پوځي وسایل ویجاړ کړي وو او افغان ځواکونو ځینې هیلې کوپټرې د مرکزي اسیا هېوادونو ته له ځانه سره وړې وې.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG