لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ دتحریک انصاف د11 غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو اعلامیه ځنډولې ده


اسلام اباد هایکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ د11 غړو دغړیتوب ختمولو په اړه دالیکشن کمیشن اعلامیه ځنډولې ده اؤ د فریقینو نه یې په 27 ستمبر ځواب غوښتی دی.

دا پرېکړه دخالي/شنبې په ورځ داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهرمن الله د تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دغړي عبدالشکور شاد لخوا عدالت ته دشوي خواست اوریدنې په مهال کړې ده.

دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دټولو غړو استعفاګانې داسمبلۍ اسپیکر سره جمع کړل شوې وې چې په هغې اسپیکر راجه پرویز اشرف د11 غړو استعفاګانې منظور کړې وې اؤ دقامي اسمبلۍ دسیکرټریټ اؤ الیکشن کمیشن لخوا ددغو غړو داسمبلۍ دغړیتوب اعلامیې هم جاري کړل شوې وې.

خو دتحریک انصاف غړي عبدالشکور شاد اوړمه ورځ اسلام اباد هایکورټ ته خواست کړی ؤ چې هغه داسمبلۍ دغړیتوب نه استعفا نه ده ورکړې ځکه نو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو په اړه یې باید دالیکشن کمیشن اعلامیه ناچله وګرځول شي.

دقامي اسمبلۍ اسپیکر چې دپي ټي ایي دکومو 11غړو استعفاګانې منظور کړې وې هغې کې دعلی محمد خان ، فضل محمد خان ، شوکت علی ، فخر زمان خان، اعجاز احمد شاہ ، جمیل احمد خان ، محمد اکرم چیمه ، عبدالشکور شاد، فرخ حبیب ، شیریں مزاری اور شاهانه ګلزار نومونه شامل دي.

الیکشن کمیشن ددغو یوولسو واړو غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو اعلامیه خپره کړې وه اؤ دهغوئ په خالي شوؤ څوکیو یې په 25م ستمبر د سردوباره ټاکنو اعلان کړی ؤ چې پکې په نهو څوکیو دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله کاندید ؤ خو وروسته ملک کې د راغلو سېلابونو اؤ دترهګرۍ دخطرو له امله الیکشن کمیشن دا ټولټاکنې وځنډولې.

اوس داسلام اباد هایکورټ دپرېکړې سره سم یو وارې بیا دپي ټي ایي ددغو یوولسو غړو داسمبلۍ غړیتوب‌پځائ شوی دی .

داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي پخپله حکمنامه کې ویلي دي چې د درخواست ورکوونکي په وینا دهغه موکل داستعفا ورکولو اراده کله هم نه لرله اؤ د ګوند لخوا دهغه نه اخستل شوې استعفا اصل نه وه اؤ خواست کوونکی دخپلې استعفا دتصدیق لپاره دقامي اسمبلۍ داسپیکر مخې ته وړاندې شوی دی.

عدالت ددغو استعفاګانو دمنظوریدو اؤ د اسمبلۍ دغړیتوب په اړه دواړه اعلامیې تر راتلونکې اوریدنې یعنې 27 ستمبر پورې ځنډولې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG