لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له خارکیېف څخه د روسانو له وتلو سره اوکراین خپلو عملیاتو ته زور ورکړی


واشنګټن – اوکرایني ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ خپلو عملیاتو ته زور ورکړی او کوښښ کوي چې له خارکیېف سیمې څخه د روسانو له په شا تللو څخه ګټه واخلي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د شنبې یا خالي په شپه خپلې ویډیوي وینا کې په روسانو وخاندل او وویل، "روسي پوځ په دې ورځو کې خپله غوره وړتیا ښيي چې خپل شا ښکاره کړي."

د یکشنبې یا اتوار په ورځ ولسمشر زېلینسکي هغه ویډیو پوست کړه په کومه کې چې اوکرایني سرتیري لیدل کېږي چې په چکالوسک باندې خپل بیرغ پورته کوي.

دا یو له هغو ګڼو ښارونو څخه دی چې اوکراینیانو له روسانو څخه په ځوابیه عملیاتو کې بېرته نیولی دی.

د اوکراین د پوځ مشر جنرال وېلېرې زلوژني وویل، چې اوکراین د سپټمبر له پیل څخه له روسانو څخه کابو ۳۰۰۰ کیلومټره مربع سیمه بېرته نیولې ده.

هغه وویل، اوکرایني ځواکونه اوس د روس له پولې څخه یواځې ۵۰ کیلومټره لېرې دي.

دا د جګړې د پیل راهیسې چې روسانو غوښتل د اوکراین پلازمېنه کیېف ونیسي، د جګړې په ډګر باندې د اوکراینیانو لخوا تر ټولو ستره بریا ده.‌

په خارکیېف کې د اوکراینیانو برید داسې ښکاري چې ماسکو هک حیران کړی وي، ځکه هغوی خپل اکثره ځواکونه جنوب ته انتقال کړل، چېرې چې کیېف په ښکاره ځوابیه عملیات اعلان کړي.

د روس د دفاع وزارت د اوکراینیانو د بریا په ځواب کې د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې د دوی ځواکونه په ایزم او د خارکیېف له نورو سیمو څخه د دې لپاره وتلي دي چې په ګاونډي ډونیڅک سیمه او جنوب کې د روسانو حضور ځواکمن کړي.

خو د روسي سرتېرو په دغه شاتګ باندې د روسیې د پوځي بلاګرانو او قوم پالو مبصرینو قهجرنې څرګندونې کړي. دوی دغه په شاتګ ستره ماته ګڼلې او له کرملن څخه یې غوښتي چې جګړیزې هڅې دې توندې کړي.

دوی په روسي چارواکو باندې له دې امله نیوکې کړي چې په ماسکو کې یې د ښار د شنبې د رخصتۍ په ورځ یې اتش بازۍ او نور فیسټیوالونه تیار کړي وو.‌

د برتانیې د دفاع وزارت په یوې ارزونه کې ویلي، چې اوکرایني ځواکونو په خارکیېف کې خپلو سترو لاسته راوړنو ته دوام ورکړی.

د برتانیې د دفاع وزارت یوه استخباراتي‌ راپور کې چې د یکشنبې یا اتوار په ټویټر خپور شوی ویل شوي، "داسې ښکاری چې روس خپل ځواکونه له یادې سیمې څخه ویستي دي، خو په سټراټیژیکه توګه د مهمو ښارونو، کوپیانسک او ایزیم شاخوا جګړه روانه ده.‌

د لویدیځ پوځي څېړونکي وايي، که چېرې دا پرمختګونه تایید شي، نو له دې سره به اوکراینیان د اور ګاډې د هغې پټلۍ کنټرول ترلاسه کړي چې ماسکو پرې د اوکراین په ختیځ کې خپلو په زرګونو سرتېرو ته اکمالات رسول.

په یو بل راپور کې یو روسي پلوي بېلتون غوښتونکي مشر ویلي،‌ چې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ په ډونیڅک سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

ډنیس پشیلن ویلي، په لېمن ښار کې حالات ډېر سخت دي او ځینو نورو سیمو کې هم جګړه روانه ده په ځانګړې توګه د یادې سیمې په شمالي برخو کې.

پوځي څېړونکي وايي، داسې باور دی چې روسان د ډونیڅک په هغې سیمه کې چې د اوکراین تر کنټرول لاندې ده د جګړې لپاره تازه ځواکونه استوي.

په ورته وخت کې ماسکو اعلان کړی چې دوی د اوکراین د خارکیېف په ختیځ کې خپل ځواکونه بیا سره راټولوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG