لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان سخت سېلاب ځپلي ایالت سېند ته امریکايي مرستې رسېدلي


واشنګټن – د امریکا په مرستو بار دوه نورې امریکايي پوځي الوتکې د یکشنبې یا اتوار په ورځ په جنوبې صوبه سند کې ښکته شوې.

سېند یو له هغو صوبو څخه ده چې په پاکستان کې په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې سخته ځپل شوې ده.

د پاکستان د هوايي چلند د ادارې ویاند سېف الله وویل، په هرې یوې الوتکه کې ۳۵ ټنه بار مرسته به په دغه ایالت کې د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي لخوا وویشل شي.

امریکايي چارواکو ویلي، یادې الوتکې د سېند د سکر په هوايي‌ اډه کې ناستې دي او دغه مرستندویه عملیات چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پیل شوي د سپټمبر تر ۱۶ نېټې به دوام ولري.

پاکستان د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله زښت زیات ځپل شوی.

ګڼو چارواکو دغه له اندازې زیات بارانونه او سېلابونه له موسمي بدلون سره تړلي دي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونيو ګوټېریش چې له پاکستان څخه یې تېره اونۍ لیدنه وک ړه له نړۍ غوښتي چې د موسمي بدلون ناورین ته دې په لټۍ ځواب نه ورکوي.

هغه په وار وار په نړیوالې ټولنې باندې غږ کړی چې پاکستان ته دې زیاتې مرستې واستوي.

سېف الله د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، چې دوه نورې الوتکې چې د عربي متحده اماراتو لخوا په مرستو بار شوې وې، په کراچۍ هوايي‌ ډګر کې ناستې دي.

تر اوسه پورې د ملګروملتونو ادارو او ګڼو هېوادونو په مرستو بار ګڼې الوتکې پاکستان ته لېږلي دي او چارواکي وايي، تر عربي متحده امارات یو له سخاوت مندانه مرستندویانو څخه دي.

د پاکستان په سېلابونو کې نېږدې ۱۴۰۰ کسان مړه شوي، ۱۳۰۰۰ ژوبل شوي او په میلیونونو کسان پکې بې کوره شوي دي.

دغه راز په سېلابونو کې سړکونه او مبایل ټاورونه هم ویجاړ شوي دي.

په سېلابونو کې تر ټولو زیاتې ځپل شوې سېند صوبه کې ۶۲۱ کسان مړه شوي چې ۲۷۰ یې ماشومان وو او همدارنګه ۸۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستاني چارواکو لخوا په وروستي راپور کې دا هم ویل شوي، چې په سېلابونو کې ۱.۵ میلیونه کورونه، ۶۳ پلونه او ۲۶۸۸ کیلومټره سړکونه ویجاړ شوي دي او تر نیم میلیون زیات ساروي پکې له منځه تللي.

په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله تر ۳۰ میلیونو زیات کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG