لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مراد علي شاه: د سيند صوبې نه په سېلابي اوبو وتلو کې شپږ مياشتې لګېدی شي


د پاکستان د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه ويلي، په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو له امله راغلي اوبه په ډېرو سيمو کې اوس هم ولاړې دي او "د سيند صوبې نه د سېلابي اوبو په وتلو کې د درېو نه تر شپږو مياشتو پورې وخت لګېدی شي".

د چارواکو په وېنا په ملک کې د بارانونو او سېلابونو له امله تر ټولو زياته سيند صوبه اغېزمنه شوې ده.

د افتونو په وخت د انتظام ادارې د نهم ستمبر پورې خپرو کړو شمېرو ترمخه د 14 جون نه په ملک کې د بارانونو او سېلابونو سره بېلابيلو پېښو کې د 1396 پورې کسان مړه شوي دي، په دغو شمېرو کې په سيند صوبه کې د مړو ژوبلو شمېره 578 ښودل شوې وه.

خو د سيند صوبې د افتونو په وخت د انتظام ادارې پرون د اتوار په ورځ خپرو شمېرو کې ويلي، په سيند صوبه کې د مړينو شمېره 594 ته رسېدلې ده.

د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [11 ستمبر] مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلی، "په ملک کې د بارانونو او سېلابونو څخه 33 ملينه خلک اغېرمن شوي دي 1500 ته نزدې کسان مړه شوي په ملينونو اېکړه زرعي ځمکه تباه شوې ده".

هغه وويل، "زمونږ اندازده چې په سيند صوبه کې 350اربه روپۍ تاوان يواځې زميندارو ته اوښتی دی د خلکو څاروي مړه شوي د 50 اربه روپو پورې تاوان د هغې شوی دی د خلکو کورونه نړېدلي دي په ځينو ځايونو کې اوس هم د اته نه تر 10 فټه پورې اوبه ولاړې دي".

د نوموړي په وېنا سږ کال په سيند صوبه کې لس چنده زيات بارانونه شوي دي، د پاکستان د معلوم تاريخ ترمخه تر ټولو زيات بارانونه شوي دي.

هغه وويل،"د نوشهره فېروز په پډعيدن علاقه کې چې به د 80 ملي میټره پورې باران کېدو هلته د 1763 ملي ميټره نه زيات باران شوی دی".

د نوموړي په خبره دوی د راتلونکې دپاره پلان لري چې که داسې حالات جوړيږي خلک ژغوري او د اوبو ويستلو لارې سمې کړي.

"زمونږ اندازه چې د پاو باندې يو کروړ پورې خلک په سيند صوبه کې بې کوره شوي دي تراوسه پورې ټولې صوبې ته د دوه لکه پورې خېمې نه دي راغلي د سيند صوبې سره يواځې 86000 ټېنټونه وو".

د ملګرو ملتونو عمومې منشي، انتونیو ګوټېریش، د ستمبر له نهمې څخه تر یولسمې نېټې پورې د پاکستان سفر کړی او د خپل سفر په پای کې یی په خپل ټویټر پیغام کې ویلې دي چې، تر اوسه یې په پاکستان کې د سېلابونو په څېر دومره لوی ماحولیاتې ناورین نه دی لیدلی.

هغه لیکلي، په داسې وخت کې چې زموږ سیاره ګرمه ده، ټولو هېوادونو ته د ماحولیاتې بدلون له امله زیانونه رسېږي چې د دوی له کنټرول څخه بهر دي.

هغه لیکې دا یو نړیوال بحران دی او نړیوال غبرګون ته اړتیا لري.

پاکستاني چارواکي وايي ملک ته د بارانونو او سېلابونو له امله د 30 اربه ډالره پورې تاوان اوښتی دی.

بل لور ته د پاکستان سره نړيوالې مرستې هم پېل شوي او يواځې امريکې دپاکستان سره د 53.1 ملينه ډالرو مرستې اعلان کړي چې پاکستانۍ ترې 11.84 اربه روپۍ جوړيږي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د امریکا په مرستو بار دوه نورې امریکايي پوځي الوتکې د اتوار په ورځ په جنوبي صوبه سيند کې ښکته شوي دي.

د پاکستان د هوايي چلند [سېول اېوي اېشن] د ادارې ویاند سېف الله ويلي، په هرې یوې الوتکه کې 35 ټنه بار مرسته به په دغه ایالت کې د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي لخوا وویشل شي.

امریکايي چارواکو ویلي، یادې الوتکې د سېند د سکهر په هوايي‌ اډه کې ناستې دي او دغه مرستندویه عملیات چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پیل شوي د ستمبر د 16 پورې به دوام ولري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG