لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوناما طالبانو ته: د ملګرو ملتونو سره کار کوونکو ښځو ځورول بند کړئ


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په افغانستان کې د"خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د واکمنو طالب چارواکو د کړنو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده".

يوناما پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [12 ستمبر] ويلي، ملګري ملتونه د طالبانو د واکمنو چارواکو غواړي چې "په ټول هيواد کې د ازاد تګ راتګ په ګډون د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د ټولو کارکونکو امتیازاتو او خونديتوب ته د درناوي په برخه کې خپلې زمه وارۍ پوره کړي".

د ملګرو ملتونو وياند سټيفين ډوجېرک پرون په نيويارک کې ويلي، "په افغانستان کې دواکمنو طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکونکو د ځورونې يوه نوې څرګنديدونکې نمونه شتون لري، چې نن ورځ په يوه پېښه کې د ملګرو ملتونو درې افغان ښځينه کارکونکې د واکمنو طالبانو د وسله والو او امنیتي کسانو لخوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره ونیول شوې" .

ډوجېرک ويلي، "ملګري ملتونه د طالب واکمنو نه په سملاسي ډول د خپلو افغان ښځینه همکارانو د دا ډول ګواښونو او ډارولو د پای ته رسولو غوښتنه کوي"، او غږ پرې کوي "چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو د امنيت او خوندیتوب لپاره دې ښکاره ضمانت او ژمنه وکړي، چې د نړيوال قانون په اساس د افغانستان له زمه واريو څخه دي".

ملګرو ملتونه له واکمنو طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بشري حقونو نړیوالې زمه وارۍ او احترام يقيني کړي.

د ملګرو ملتونو دغه بيان ته په وضاحت کې د طالبانو د حکومت يو وياند بلال کريمي ویلي، "په افغانستان کې د ملګرو ملتو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې اونه هم نيول شوې ده".

د طالبانو دغه وياند زیاته کړې، "البته په کندهار کې د ښځينه وو له یوې تجمع يا مجمې څخه دامربالمعروف کارکونکومعلومات غوښتي، کله چې واضح شوې چې هلته د ملګرو ملتو اړوند ښځينه دې، بیرته پرېښودی شوي او هيڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې".

په عېن حال کې په افغانستان کې د انساني او د ښځو د حقونو دپاره د امریکې خصوصي استازي رینا امیري په افغانستان کې د جینکو په تعلیم د دوامداره "ظالمانه" بندیزونو غندنه کړې او ویلي يې دي چې نه مذهب او نه هم افغان ثقافت د طالبانو د دغه ګام څه جواز لري.

په ټوېټر خپل پېغام کې مېرمن امیري ويلي د جینکو په تعلیم "ظالمانه او تباه کن" بندیز دوامداره ساتلي هېڅ جواز نه لري.

امریکايي استازي ويلي، د جینکو په تعلیم "مایوس کن بندیزونه د افغان جینکو خوبونه او صلاحیتونه چقوي او افغانستان د نور غربت او نامیدۍ په لوري بیايي".

دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ورکوونکي ريچر بېنټ ويلي، "په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو بحران د اقتصادي بحران سره برابر دی".

هغه "طالبان د افغانانو د مدني، سياسي او کلتونو حقونو د خرابېدو زمه واره ګرځولي او ويلي يې په غټه کچه سرغړونې روانې دي او دوی پرې اندېښنه څرګندوي".

خو طالبانو بيا دغه رپورټ ته هم په غبرګون کې ویلي، "د ريچرډ بېنېټ رپورټ د تعصب په بنياد او د حقيقت نه لرې دی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG