لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

لکي مروت کې خلکو د پولیسو له خوا د څلورو تنو د وژلو په ضد احتجاج کړی او هغه یې بېګناه ګڼلي


ډېره اسماعیل خان ــــ د پښتونخوا لکي مروت ضلع کې "د پولیسو په لاس" د څلورو کسانو د وژنې په ضد د سیمې خلکو سخت احتجاج کړی او د وژل شوؤ کسانو کورنۍ ویلي وژل شوي کسان بېګناه وو او له تېرو څو ورځو نه امنیتي سرتېرو سره بندیان وو.

بل لور ته تحریک طالبان پاکستان منلي چې وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو سره بند کې د دوی ساتل شوي غړي وو.

دوه ورځې وړاندې د لکي مروت پولیسو ویلي وو د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې پولیسو ته د نورنګ تحصیل په تختي خېل سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ د معلوماتو ترلاسه کېدو وروسته عملیات کړي.

ځايي خلکو تېره شپه ناوخته ددې پیښې پرضد لکي مروت ښار کې احتجاجي مظاهره کړې چې پکې د وژل شوي یو تن یاسر نواز مړی ایښودل شوی وو او د وژل شوو کسانو کورنۍ ویلي وژل شوي کسان بېګناه وو. دوی ویلي باید وژل شوو کسانو سره قانوني چلند شوی وی.

تېره ورځ د لکي مروت پولیسو دعوه کړې وو چې د نورنګ تحصیل په تختي سیمه کې کره معلومات ترلاسه کېدو وروسته یې د ترهګرو پرضد عمليات کړي، د پولیس په بیان کې د "څلورو ترهګرو د وژلو" ویل شوي وو او لکي مروت پولیسو مشر په دې عملیاتو د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې وه .

په لکي مروت کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي وو چې په درېیم ستمبر د لکي مروت په «شهباز خېل» سیمه کې د پولیسو په ګشتي پارټۍ برید شوی وو او بیا په اووم ستمبر «ګنډي چوک» سیمه کې د پولیسو چوکۍ ته لاسي بم غورځول شوی وو چې د پولیسو په وینا دغه پیښو کې د پولیس یو افسر ای ایس ایي وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي وو. د دغو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پر غاړه اخستې وې.

احتجاجي مظاهرې ته ځايي خلکو او د وژل شوي یو تن یاسر نواز کورنۍ ویلي، وژل شوی تن بې ګناه دی، هغه په پولیس کې په خپله نوکر وو او څو ورځې وړاندې هغه د کور نه امنیتي ځواکونو پورته کړی وو او د دوی سره بندي وو.

دغه احتجاج کوونکي چې پکې د وژل شوو کسانو د کورنیو د غړو تر څنګ د علاقې خلک او د سیاسی ګوندونو غړي هم شامل وو وژل شویو کسانو ته د انصاف ترلاسه کېدو تر څنګ یې د احتجاج پرمهال د ناامنۍ د مخنیوي شعارونه ورکول.

د یو وژل شوي تتن یاسر نواز ورور احتجاجي غونډې ته د حال تېرولو پر مهال ویلي، هغه څو ورځې وړاندې پولیسو د کور نه نیولی وو او په بند کې ساتلو.

هغه ویلي د ورور یاسر نواز پرضد یې کومه مقدمه نه وه درج کړی شوې او د هغه د خلاصون لپاره دوی د ضلعې پولیس افسرانو سره لیدلي او هغوی ته ویل شوي چې که کوم جرم یې کړی عدالت ته دې یې وړاندې کړې او سزا دې ورکړي او که بې ګناه وي بیا دې یې خوشی کړي.

نوموړي زیاته کړې، ورور یې پولیس کې باورچي وو او بې ګناه وژل شوی او ددغې پیښې پلټنې دې وشي.

وي او اې ډیوه د ځایي کورنۍ ددغو تورونو په اړه د لکي مروت پولیسو لوړپوړو چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو .

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید وي او اې ډيوه ته وویل په وژل شويو کسانو کې د دریو پیژندګلو د یاسر نواز، سجاد او ثاقب په نومونو شوې چې د لکي مروت ضلعې اوسېدونکي دي او دې بل یو تن پیژندګلو د مسعود رحمان په نوم شوې چې تړاو یې د بلوچستان صوبې قلعه عبدالله سیمه سره وو .

هغه وویل د وژل شوي تن یاسر نواز کورنۍ سره د پولیسو کوم چارواکو رابطه نه ده کړې او په خپله احتجاج یې ختم کړی بیرته تللي دي.

بل لور ته تحریک طالبان پاکستان د وژل شويو کسانو تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو لګولی چې د پښتونخوا په لکي مروت ضلع کې له امنیتي ادارو سره د دوی د تحریک بندي څلور غړي یې په جعلي مقابله کې وژلي دي.

میډیا ته د تحریک طالبان پاکستان په لیږل شوي خبر کې د دغې پیښې د غچ اخیستلو ویل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG