لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مجاهد: د جیشِ محمد ډله د پاکستاني حکومت ملاتړ لري مشر یې هلته هم اوسېدای شي، افغانستان کې نه شته


د جیشِ محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر چې ملګرو ملتونو نړیوال ترهګر نومولی.
د جیشِ محمد ډلې مشر مولانا مسعود اظهر چې ملګرو ملتونو نړیوال ترهګر نومولی.

واشنګټن ــــ د پاکستان ګڼ شمېر ورځپاڼو لیکلي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي چې د جیش محمد وسلوالې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر ونیسي، خو طالبان وایي نه یې داسې لیک تر لاسه کړی او نه هغه په افغانستان کې شته.

د پاکستان «دي نیوز» ورځپاڼې د ستمبر پر 13مه لیکلي وو، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د طالبانو حکومت ته یو رسمي خط لېږلی او ترې غوښتي یې دي چې مولانا مسعود اظهر پیدا کړي، دوی ترې خبر کړي او ویې نیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د «جیشِ محمد» ډلې د مشر په ګډون د هیڅ وسلوالې ډلې داسې څوک په افغانستان کې نه شته چې نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي. مجاهد طلوع نیوز ته ویلي:

"دا خبره موږ هم په رسنیو کې واورېده خو سمه نه ده، داسې هیڅ غوښتنه له موږه نه ده شوې او د جیشِ محمد ډلې مشر دلته نه شته، دا خبره واقعیت نه لري".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه پر خپله ویبپاڼه، فېسبوک او ټویټر داسې کوم خبر نه دی خپور کړی او ویاند یې د «دي نیوز» ورځپاڼې پوښتنې ته هم له جواب ویلو ډډه کړې ده.

خو د پاکستان شخصي ټیلیویژن «جیو نیوز» وایي، د وزارت یو اعلی چارواکي- چې په دې موضوع خبر وو- د نوم نه ښکاره کولو په شرط ورته ویلي دي:

"موږ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو مخ لیک لیکلی او ځنې غوښتې مو دي چې مولانا مسعود اظهر پیدا کړي، رپوټ یې کړي او ویې نیسي، ځکه موږ باور لرو چې هغه په افغانستان کې پټ دی".

ذبیح الله مجاهد وایي جیشِ محمد هغه ډله ده چې پخپله په پاکستان کې هم اوسېدلای شي ځکه چې وایي دا "د پاکستان د حکومت تر حمایت لاندې" ډله ده.

په پاکستان باندې هند هم تور لګوي چې د جیشِ محمد ډلې مشر په پاکستان کې دی او دا ډله د حکومت په ملاتړ د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې جنګېږي خو پاکستان دا دعوې تل رد کړې دي.

پاکستاني رسنیو د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې طالبانو ته په لېږل شوي خط کې د افغانستان دوه ولایتونه ننګرهار او کونړ یاد شوي او وایي زیات امکان لري چې مولانا مسعود اظهر په دغو سیمو کې پټ وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د رسنیو دا خبر رد کړی دی، د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې حکومت یې د افغانستان په خاوره کې د هیڅ هېواد "مخالفو وسلوالو" ته د فعالیت اجازه نه ورکوي:

"پر ټولو اړخونو غږ کوو چې بې له کومو شواهدو او اسنادو په داسې مواردو کې له بې ځایه تورونو ډډه وکړي. د رسنیو دا ډول تورونه پر دوه اړخيزو اړيکو منفي اغېز لرلای شي".

ملګرو ملتونو په 2019م کال کې مولانا مسعود اظهر د پاکستان او چین د پرله پسې مخالفت باوجود د نړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړ. نوموړی هغه وخت نړیوال ترهګر ونومول شو چې د ده جیشِ محمد ډلې د همدې کال په فرورۍ میاشت کې د هند په پلوامه سیمه کې پر هندي ځواکونو د برید ذمه واري ومنله، په دغه برید کې شاوخوا 40 هندي پوځیان وژل شوي وو.

مولانا مسعود اظهر په 1994م کال کې هغه وخت د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې نیول شوی وو چې هغه د خپلې ډلې له کشمیري وسلوالو سره لیدو ته تللی وو. نوموړي پینځه کاله هلته په جېل کې تېر کړل.

خو د طالبانو په لومړۍ دوره کې کشميري وسلوالو د هند يوه د مسافرو الوتکه- چې پکې له 24 خارجيانو سره 179 مسافر سواره وو- په 1999 کې له نيپاله هند ته په لاره يرغمل کړې وه او بيا يې د خپلو غوښتنو د پوره کولو د پاره کندهار ته بوتلې وه چې په نتيجه کې يې د جيش محمد مشر مولانا مسعود اظهر، د القاعده غړی حافظ سعيد شيخ او سليم زرګر له هندي زندانونو را خوشي کړی شول.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG