منظور پښتین: د علي وزیر د کېس غوندې زموږ د ملګرو په مقدمو کې ریاست ته ټولې حربې ور ختمې دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په څلورمه مقدمه کې د علي وزیر د ضمانت منظورۍ ته په جواب کې وایي، په پاکستان کې دا هم لوی جبر دی چې په ضمانتونو باندې دومره زیاتې پیسې غواړي، وایي پي ټي ایم د علي وزیر د ضمانت پیسې پوره کوي بیا به هغه را خوشي کېږي. نصرالله خان له منظور پښتین سره خبرې کړې دي: