لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د انګلېنډ کرکټ لوبډله 17 کاله وروسته د لوبو لپاره پاکستان ته تللې ده


واشنګټن ـــــ د انګلېنډ د کرکټ لوبډله چې تېرو کلونو کې یې په پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله دې هېواد ته له سفر کولو ډډه کوله، اوس 17 کاله وروسته کراچۍ ته رسېدلې ده.

دغه لوبډله په وروستي ځل په 2005م کال کې پاکستان ته تللې وه او ټاکل شوې وه چې تېر کال بیا پاکستان ته د لوبو لپاره ورشي خو د امنیتي اندېښنې له کبله یې هغه سفر ځنډولی وو.

د انګلېنډ د کرکټ لوبډلې مشر جوش بټلر اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، لوبډله به یې اووه شل اووریزې لوبې کوي، وایي ډېر خوشاله دی چې له خپلې لوبډلې سره تر اوږدې مودې وروسته پاکستان ته تللی دی:

"زموږ ډېر لوبغاړي چې په پاکستان سپر لیګ لوبو کې لوبېدلي دي دلته د راتلو ډېرې مثبتې تجربې لري او تر هر څه غوره دا چې دلته [په پاکستان کې] خلک له کرکټ سره څومره مینه لري، نو موږ دلته په راتګ خوشاله یو او لوبو ته په انتظار یو".

په دې لوبډله کې 19 لوبغاړي شامل دي چې په کراچۍ او لاهور ښارونو کې به د ستمبر له 20مې د اکتوبر تر دویمې نېټې د کرکټ په 20 اووریزو سیالیو کې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې د انګلېنډ کرکټ لوبډله به د روان کال په دسمبر میاشت کې یو ځل بیا پاکستان ته ستنېږي او د کرکټ په درو تمریناتي یا ټیسټ لوبو کې به برخه اخلي.

په 2009م کال کې چې د پاکستان په لاهور ښار کې د سریلنکا پر کرکټ لوبډله برید وشو، تر هغه وروسته د انګلېنډ په ګډون اکثرو بهرنیو کرکټ لوبډلو دې ملک ته د امنیتي ستونځو له کبله سفر نه کاوه.

خو په تېرو پینځو کلونو کې بیا بهرنۍ لوبډلې پاکستان ته د لوبو لپاره تیارې شوې دي، د روان کال په فرورۍ میاشت کې هم د اسټرېلیا لوبډله 24 کاله وروسته پاکستان ته د لوبو لپاره تللې وه.

XS
SM
MD
LG