لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې امن مظاهره، د طالبانو بیا فعالېدل، د اپوزیشن او واکمنو سیاستوالو دواړو اندېښنې


واشنګټن ـــــ د پښتونخوا په ترهګرۍ او سېلاب ځپلې سوات سیمه کې په سلګونو خلکو نن په داسې وخت د ترهګرۍ په ضد احتجاج کړی چې په وروستیو کې یو ځل بیا هلته وسلوالو طالبانو فعالیت پیل کړی او په تېرو دوو ورځو کې یې د دې سیمې د امن لښکر غړي وژلي دي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ له مدني ټولنې سره تړاو لرونکي او عام خلک د سوات بازار پر «نشاط چوک» را غونډ شوي وو، دوی د ترهګر خلاف او د امن په ملاتړ نعرې وهلې او په لاسونو کې په را اخیستو شعارپاڼو یا پلې کارډونه یې هم په پښتو، اردو او انګرېزي ژبو داسې شعارونه لیکلي وو:

"«موږ په خپله خاوره امن غواړو»، «ترهګري نه منو»، «موږ ژوند ته پرېږدئ»، «ولې تل زه په هدف یم؟»، «امن امن یواځې امن»".

په شعارپاڼو کې پر یوه باندې دا پښتو بیت هم لیکل شوی وو: «الله دې ماته کړه لینده په لاس کې: چې نورې نه ولې کونترې د ژوند».

په احتجاج کې شریک ځوان شان الهي یوسفزي د وي او اې ډیوه خبریال فیاض ظفر ته وویل، د 2008م د ترهګرۍ په پېښو کې د ده پلار، تره او د ترور زوی وژل شوي وو او وایي هغه دردونه یې اوس هم له زړونو نه دي‌ وتلي:

"ډېر په مشکله موږ دې ځای ته را رسېدلي یو، زما د خپلې مور کونتون په یاد دی چې څومره په سخته یې موږ لوی کړي یو، ډېر زیات ستومانه او خفه یم، وایم کاش زه په دې وطن کې هډو پیدا نه وای، د خدای دپاره موږ ژوند ته پرېږدئ".

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو په وروستیو ورځو کې پرله پسې د سوات په ګډون د صوبې په نورو برخو کې د وسلوالو طالبانو د بیرته فعاله کېدو په خلاف ږغ پورته کړی او په کلکه یې د طالبانو د بیرته را ستنېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د سوات د مظاهرې احتجاج کوونکو د پاکستان له پوځ او د پښتونخوا له صوبایي او مرکزي حکومتونو په ټینګار سره وغوښتل چې د طالبانو تازه پیل شوي فعالیتونه دې بند کړي او د خلکو د سر او مال تحفظ دې وکړي.

په احتجاج کې شریک یو بل تن انور علي باچا وایي دوی د پاکستان اوسېدونکي دي او یواځینۍ غوښتنه یې دا ده چې ریاستي ادارې خپله اییني ذمه واري پوره کړي او د خپلو شهریانو ژوند له وسلوالو وژغوري. ښاغلي باچا وي او اې ډیوه ته وویل:

"موږه په سیورو پسې نه ګرځو، موږ په ټول پښتانه وطن بلخصوص په سوات کې د دې ریاست د ادارو نه امن غواړو او خامخا یې غواړو".

د ستمبر پر 13م په سوات کې د ځایي امن کمېټۍ د مشر ادریس خان پر موټر چاودنه کې د هغه په ګډون اته تنه وژل شوي وو او د ستمبر پر 15مه بیا د سوات په کوړک سیمه کې د امن کمېټۍ یو بل غړی محمد شېرین په ډزو وژلی دی.

د دغو دواړو پېښو ذمه واري د پاکستاني طالبانو وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی او تور یې پورې کړی چې د امن لښکر دغو مشرانو خلک د دوی خلاف را پارول.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر میا افتخار حسېن- چې یواځینی زوی یې میا راشد حسېن په 2010م کال کې په وسلوال برید کې وژل شوی وو- وایي له ترهګرۍ یو ګټور نړیوال کاروبار جوړ شوی دی. میا افتخار حسېن پر ټویټر لیکلي چې له پاکستان او افغانستانه د ترهګرۍ مرکزونه جوړ شوي دي:

"په پاکستان او افغانستان کې د پښتنو څو نسلونه له څلوېښتو کلونو په ترهګرۍ کې تباه کېږي، دا ځل به قوم یو ځای کېږي، د ترهګرۍ خلاف به بیرغ اوچتوي او د مځکې له سره به یې ختموي".

له سوات سره تړاو لرونکی د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او د قومي اسمبلۍ مخکینی غړی مراد سعید وایي، هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د سوات امن خراب کړي. هغه د ستمبر پر 14مه پخپل یو وېډیو پیغام کې ویلي:

"موږ به د چا په وینا نه دلته وجنګېږي نه به هلته وجنګېږو، ځکه چې موږ د خپلو خلکو وژل کېدل نه غواړو، موږ پخپلو سیمو کې د اور خپرېدل نه غواړو، موږ امن، خوشحالي او پرمختګ غواړو".

مراد سعید پخپلو خبرو کې د «هلته جنګېدو» خبرې پر وخت د خپل کیڼ لاس ګوته بهر خواته اوچته کړه خو سپیناوی یې ونه کړ چې اشاره یې کوم بهرني هېواد ته وه که په پاکستان کې دننه یې څوک مقصد وو، خو وایي "په دې سیمه کې به د هیڅ لویې لوبې او پلان د بشپړتیا لپاره" د دوی د استعمالېدو اجازه ور نه کړي.

د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو په 2007م کال کې په سوات کې په لومړي ځل فعالیت پیل کړ او ډېر ژر په دې ټوله سیمه کې خپاره شول چې بیا د پاکستان پوځ په هماغه کال د «راهِ حق» په نوم او دویم ځل په 2009م کال کې د «راهِ نجات» په نوم د دوی په خلاف پوځي عملیات وکړل او طالبان یې له سواته وشړل.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG