لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې د مړو شمېره د 1500 نه سېوا شوې


کراچۍ ــــ پاکستان کې د جون د میاشتې راهسې د بارانونو لړۍ پېل شوې بيا په ملک کې د بارانونو له امله سېلابونه راغلي، بېلابيلې پېښې شوي او د پرونه پورې په دغو پېښوکې د مړو شمېره 1508 ته رسېدلې ده.

پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [اېن ډي اېم اې] پرون د زيارت/پنجشنبې په ورځ [15 ستمبر] په تازه شمېرو کې ويلي د 14 جون راهسې د بارانونو او سېلابونو سره اړونده پېښو کې تراوسه پورې په ملک کې تر ټولو زياتې مړينې په سيند صوبه کې شوي دي.

په ټول ملک کې په 1508 مړه شوو کسانو کې 536 ماشومان، 664 سړي او 308 پکې ښځې شامل دي.

په سيند صوبه کې 646 کسان مړه شوي، 277 پکې ماشومان، 119 پکې ښځې او 250 پکې سړي دي. په خېبرپښتونخوا کې 306، بلوچستان کې 292، او پنجاب کې 191 کسان مړه شوي دي.

ويل شوي په ملک کې 18لکه 17550 کورونه اغېزمن شوي چې پکې 5لکه 81زره 521 په مکمله توګه تباه شوي دي. بارانونو او سېلابونو 12718 کلوميټره سړکونه او 390 پلونه هم اغېرمن کړي دي.

د پاکستان سيند صوبه چې دا وخت د سېلابونو سره مخ ده، د افتونو په وخت صوبايي ادارې [پي ډي اېم اې] ویلي، په صوبه کې د پينځه لکه نه زیات کورونه په مکمله توګه تباه شوي او 34 لکه 33115 اېکړه د کرکروندې، فصلونو ځمکه اغېزمنه شوې ده.

د اېن ډي اېم اې ترمخه دا وخت په دريای سيند يواځې په کوټړي د مينځنۍ درجې سېلاب دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د سيند صوبې دادو او خواو شاه سيمو کې چې ډېرې اوبه ولاړې دي په دغو اوبو کې نزدې يو فټ کمی راغلی دی.

پاکستان وايي د اندازې ترمخه د سېلابونو له امله ورته د 30 اربه ډالرو پورې تاوان اوښتی دی.

په وروستيو کې د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش د پاکستان سفر کړی او ويلي يې وو، نړۍ دې په فوري ډول د پاکستان سره مرستې وکړي.

بل لور ته پاکستان ته بهرنۍ مرستې را روانې دي، امريکې د پاکستان سره د 53.1 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی او ويلي يې دي د پاکستان سره به مرستې جاري ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG