لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې د پوليو لومړۍ او پاکستان کې 19مه پېښه مخې ته راغلې


کراچۍ ــــ پاکستان کې د پوليو د مخنیوي پروګرام ترمخه د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د شپږو میاشتو ماشوم پوليو وهلی دی، دا په جنوبي وزیرستان کې په روان کال کې د پوليو وايرس لومړۍ پېښه ده.

د يادې پېښې سره پاکستان کې په روان کال [2022] کې د پوليو ټولې پېښې 19 ته ورسېدې.

د پوليو د مخنیوي د پروګرام نن د جمعې په ورځ [16 ستمبر] وي او اې ډیوه سره په شريکه کړې خبر پاڼه کې ویلي، روان کال په 19 پېښو کې 16 يواځې په شمالي وزيرستان کې مخې ته راغلي او دوه ماشومان په لکي مروت کې د پوليو ښکار شوي دي او په جنوبي وزيرستان کې د روان کال دا لومړۍ پېښه معلومه شوې ده.

ویل شوي په جنوبي وزيرستان کې د پوليو وروستۍ پېښه د کال 2020 د جون په میاشت کې مخې ته راغلې وه.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو وروستۍ پېښه په 12 ستمبر په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوې وه.

د پوليو مخنیوي پروګرام ويلي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې د پوليو وايرس قابو کولو ته پروګرام لومړيتوب ورکوي او د نوې تګلارې لاندې ماشومانو ته د ټيکو د لارې ويکسين ورکول کيږي کوم چې خلکو ته زیات د قبلولو وړ دي.

د صحت مرکزي وزير قادر پېټل ويلي، په ملک کې د سېلابونو له امله بحراني حالات جوړ دي، په لکونو خلکو بې کوره چېلنج دی په غټه کچه خلک د يو ځای نه بل ځای ته منتقل کېدو له امله د پوليو وايرس خورېدو اندېښنه ده.

هغه ويلي په داسې حالاتو کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول نور مهم شوي دي.

مرکزي سيکرټري فخر عالم ویلي، د پوليو مخنیوي د پروګرام دپاره د وايرسو خورېدل د اندېښنې وړ خبره ده.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنیوي د پروګرام ډپيټي کوارډينېټر ذيشان امين درې ورځې وړاندې ويلي وو، په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې دوی د دې مسلې سره مخ دي چې خلک ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه انکار کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل کله چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکې ور نه کړی شي او دوی ته د پوليو وايرس ورسي، د پوليو وايرس په وړاندې يې قوت مدافعت کمزوری وي او پوليو يې ووهي.

هغه وویل دوی بيا هم کوشش کوي چې بيا بيا د پوليو ضد څاڅکو کمپاينې وشي او يو ماشوم هم د پوليو ضد څاڅکو اخستو څخه پاتې نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG