لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان کې د دوو قبیلو تر منځ په ځمکه جګړه پیل شوې، د پي ټي ایم غړي یې ډزبندۍ ته ورغلي


عکس پخوانی دی چې په واڼه کې اخیستل شوی دی.
عکس پخوانی دی چې په واڼه کې اخیستل شوی دی.

ډېره اسماعیل خان ـــــ د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو جنوبي او شمالي وزیرستان سره په پولو پرتو دوه ځایي قبیلو ترمنځ د ځمکې د شخړې په سر نښته پېل شوې ده چې پکې دواړو خواته ته درنه او سپکه وسله کارول کیږي. او ځایي خلک وایي دې ډزو په تبادله کې عادي ژوند په ټپه ودرېدلی دی.

د علاقې انتظامي چارواکي وایي دا نښته د جنوبي وزیرستان لدها تحصیل او د شمالي وزیرستان ګړیوم تحصیل ترمینځ په شکتویي سیمه کې د شمالي وزیرستان بهادر خېل او د جنوبي وزیرستان میرخونایی قبیلو ترمینځه د ځمکې د شخړې په سر بیګا د شپې نه پېل شوې ده او زیاتوي امنیتي مامورین سیمې ته رسیدلي دي او هڅه کوي چې دا جنجال په سوله ییز ډول هوار کړي.

د ځایي خلکو په وینا د دغو دواړو قبیلو تر منځه د شاملاتو په ځمکه دغه جنجال د تیرې څه مودې راهسې روان وو چې بیګا د شپې نه يې د یو بل پرخلاف ډزې شروع کړي دي.

په سیمه کې د پي ټي ایم فعال همایون توریالی وايي سپین بیرغونه په لاس د دوی د غورځنګ فعالان د پیښې ځای ته روان شوي چې د دواړو قبیلو ترمینځه ډز بندي وکړي.

هغه وویل دواړو قبيلو ته وسله را روانه ده د يو بل پرضد يې په ازاده توګه کاروي، هغه پوښتنه وکړه په علاقه کې د بدامنۍ پرضد عملياتو وروسته ويل شوي وو چې علاقه د وسلې څخه پاکه کړی شوې نو بيا دغو خلکو ته وسله د کومې راځي؟.

هغه زياته کړه د جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شوې تعليمي ادارې بندې دي او کاروبارونه ودرېدلي دي.

د علاقې یو مشر ملک سید ولي وویل دې نښته کې تر دې مهاله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

هغه وویل د دواړو قبیلو تر مینځ دا ډزې د شپې نه پیل شوې او د ډزو تبادله تر دې مهال روانه ده چې پکې درنې او سپکې وسله کارول کیږي.

هغه زیاته کړه په زرګونو خلکو لښکر کشي شورو کړې او که مخه یې ونه نیول شي دا به زیات ځاني نقصان واړوي.

وي او اې ډیوه د شمالي وزیرستان او د جنوبي وزیرستان د انتظاميې او د پولیسو مشرانو سره د رابطې هڅه کړې او د جنوبي وزیرستان د دفتر چارواکو وویل په جګړه کې د دوه کسانو وژل کېدو مالومات ترلاسه شوي خو وې وویل دا سیمه په شمالي وزیرستان کې موجود د پوځ واک کې ده او په دې اړه یې د علاقې پوځي مشران خبر کړي چې دا جګړه قابو کړي.

د شمالي وزیرستان د انتظامې د دفتر چارواکي وایي د رزمک سب ډويژن د انتظامې مشر سره د پولیس نفرۍ د پیښې ځای ته رسیدلی او زیاته يې کړه په نښته کې تر اوسه د کوم ځاني زيان مالومات مخې ته نه دي راغلي خو هغه وویل هڅه کوي چې د دواړو خواو ترمنځ ډزبندي وکړي او مورچې پرې خالي کړي.

قبایلي ضلعې چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې شوي له هغې وروسته پرله پسې دغلته د ځمکو د ملکیت د شخړو په سر دغسې نښتې کیږي چې تر اوسه پکې په لسګونو کسانو خپل ژوند بایللی او دغه نښتې بیا په دښمنیو بدلیږي چې ترمودو مودو روانې وي.

تیر کال په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا د هغه وخت حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وو چې د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

کامران بنګش ويلي وو صوبې د 2020م کال د دسمبر په میاشت کې په قبايلي ضلعو کې د شخړو د هواري دپاره متبادل نظام قانون جوړ کړی د کوم لاندې چې به جرګه جوړيږي او جرګه او د علاقې خلک به په خپله د شخړو د هوارولو دپاره درېمګړي ټاکي او د هغو درېم ګړو فېصلې ته به عدالتي ملاتړ ترلاسه وي او عدالت به دغه فېصلې ته قانوني بڼه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG