لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: طالبانو پنجشېر کې بندیان بې عدالته وژلي، دا د نړیوال بشري قانون سرغړونه ده


واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیواله اداره ایمنیسټي انټرنېشنل وايي، روانه اوونۍ د افغانستان په پنجشېر کې د طالبانو له خوا د خلکو د غیرعدالتي وژنو وېډیوګانې او عکسونه بوږنوونکي دي او وایي دا د نړیوال بشري قانون ښکاره او پرله پسې سرغړونه ده.

مخکیني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په پنجشېر کې د طالبانو او د احمد مسعود د ډلې تر منځ په جګړې باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تېر کال د اګست له پینځلسمې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي یواځینی ولایت پنجشېر دی چې پکې طالبان لا هم د «ملي مقاومت» په نوم ډلې له مخالفت سره مخ دي او تر منځ یې پرله پسې جګړې روانې دي.

په وروستیو ورځو کې دواړو خواوو په جګړه کې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې دعوې کړې دي، خو د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې هغې وېډیو او عکسونو ته اشاره کړې چې پکې وسلوال طالبان په ښکاره څو تنه په ډزو ولي او وژني یې.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ په څو پرله پسې ټویټونه کې ویلي، چې طالبانو په پنجشنېر کې خپل مخالفین بې له عدالتي چارو وژلي دي او وایي دا د نړیوال انساني قانون د ښکاره او پرله پسې سرغړونې پرېشانوونکې یادونه ده:

"د بندیانو وژل جنګي جرم دی او د نړیوال قانون په بنیاد منع دي، طالبان باید ضرور د بندیانو دا ډول بې عدالته وژنې ودروي".

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د وژل شویو کسانو شمېر اته تنه ښوولی دی.

ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه کړې چې په پنجشېر کې د دغو تازه وژنو په اړه دې بشپړه پلټنه وشي او هغه کسان چې په دې کې لاس لري باید د ازاد عدالت په وسیله د قانون منګولو ته وسپارل شي.

طالبانو په رسمي توګه دا خبره نه ده رد کړې چې ګواکې دغه کسان یې په غیرعدالتي توګه وژلي دي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ازادي رېډيو ته ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو د خپرې شوې وېډیو د ریکارډېدو نېټه معلومه نه ده.

خو ایمنیسټي انټرنېشنل وایي دوی په دې اړه لومړنۍ پلټنې کړې دي او دا تاییدولای شي چې دغه وېډیوګانې نوې دي چې پکې طالبان په پنجشېر کې خلک- چې د ملي مقاومت جبهې یا محاذ کسان ښکاري- بې عدالته ښکاره وژني.

د ایمنیسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو نورو نړیوالو ادارو هم دغه پېښه غندلې او په دې برخه کې یې د انصاف غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دوې ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې د پنجشېر ولایت په رخه، دره او افشار ولسوالیو کې یې د خپلو مخالفینو په ضد د پلټنې پراخ عملیات کړي دي.

مجاهد ویلي وو چې په دغو عملیاتو کې یې د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهې» د درو قومندانانو په ګډون 40 کسان وژلي او د یو قومندان په ګډون یې 101 تنه ژوندي نیول دي، وسلې يې یې ځنې تر لاسه کړې دي. مجاهد تور پورې کړی چې "دوی غوښتل د خلکو امنیت خراب کړي".

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په پنجشېر کې پر جګړه اندېښنه څرګنده کړې او پر خپله فېسبوک او ټویټر پاڼه یې لیکلي دي چې جګړه د حل لاره نه ‌ده او باید دواړه خواوې خبرو ته سره کښېني. ښاغلي کرزي لیکلي:

"تېرو ترخو تجربو ښوولې چې جګړه او وینه تویېدل د ستونځو د حل کولو لاره نه ده، بلکې د لا زیاتې تباهۍ او بربادۍ سبب کېږي، جګړه باید بنده شي، خبرې اترې او تفاهم د ستونځو د حل یواځینۍ لار ده".

حامد کرزي د طالبانو له حکومته غوښتي چې باید د ملي مقاومت جبهې له مشرانو سره د خبرو لپاره موقع برابره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG