لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په ازیم ښار کې یو ډلیز قبر موندل شوی چې تر ۴۴۰ زیات مړي پکې دي


واشنګټن - اوکرایني چارواکو ویلي، د دغه هېواد په شمال ختیځ ښار ازیم کې چې روسان ترې څو ورځې مخکې وتلي دي‌ یو ډلیز قبر موندل شوی چې تر ۴۴۰ زیات مړي پکې دي.

رویټرز خبري‌ ادارې ویلي،‌ چې د خارکیېف لپاره د پولیسو لوی پلټونکي سرهیېف بولوینوف سکای نیوز ته ویلي، "زه ویلی شم چې دا په ازادو شویو سیمو کې یو له لویو قبرونو څخه دی، چې ۴۴۰ مړي په یو ځای کې خښ کړای شوي دي."

هغه زیاتوي، "ځینې پکې په توغندیو لګېدلي او ځینې پکې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي."

د اوکراین لخوا په ځوابیه عملیاتو کې تېره اونۍ روسان په شا وتمبول شول. تر هغې مخکې خارکیېف د روسانو تر کنټرول لاندې وه.

اوکرایني چارواکو ویلي، روسي سرتېرو تر شا زیاتې وسلې، مهمات او پوځي وسایل پرېښي دي.

تر اوسه پورې روسانو د اوکراین ددغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي چې په دې وروستیو کې یې له دغه ښار څخه لیدنه کړې ویلي، روسان د دې هر څه مسول دي. هغه د ازیم حالات له بوچا سره یو ډول پرتله کړې.

زېلنسکي د زیارت یا پنجشنبې ناوخته خپلې ویډیوي وینا کې ویلي، "روسانو تر شا هر چیرې مړي پري ایښي او باید مسول وګڼل شي."

هغه ویلي، دی به په ازیم کې د ډلیز قبر په اړه نور معلومات د جمعې په ورځ خپاره کړي.

اوکراین او لویدیځو متحدینو یې روسي ځواکونه په دې تورن کړي چې هلته یې جنګي جرمونه ترسره کړي. خو روس د ملکي خلکو د وژلو او جنګي جرمونو د ترسره کولو ادعاوې رد کړې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو یوه بل پکېج اعلان کړی چې دا ۲۱ ځل شو چې د امریکا د دفاع وزارت اوکراین ته وسلې او مهمات استوي.

امریکا اوکراین ته په دغه هېواد د روس د یرغل راهیسې تر اوسه د ۱۵.۱ بیلینه ډالرو په اندازه امنیتي مرسته استولې ده.

بل پلو د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دی پوهېږي چې چین په اوکراین کې د ماسکو د پوځي عملیاتو په اړه "پوښتنې او اندېښنې" لري.

ښاغلي پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په ازبکستان کې د شانګهای کانفرانس پرمهال به دواړه مشران له یو او بل سره لیدنې او خبرې وکړي.

چین په اوکراین باندې د روس د اوه میاشتني یرغل پرمهال ځان بې طرف ساتلی خو ولسمشر شي ویلي،‌ چې د پېکنګ د بهرني سیاست له مهمو برخو څخه دا ده چې هېوادونه باید د یو او بل پولو او حدودو ته درناوی وکړي.

ولسمشر پوتین د سمرقند غونډې ته په خپلې وینا کې ولسمشر شي ته وویل، "مونږ د اوکراین په بحران کې د خپلو چینايي ملګرو متوازن دریځ ته د قدر په سترګه ګورو. مونږ په دې اړه ستاسو په پوښتنو او اندېښنو پوهېږو او په ننۍ غونډه کې به مونږ په دې ټولو باندې رڼا واچوو."

پوتین او شي د شنګهاي د غونډې په څنډه کې هم په خپلو کې خبرې کړي. دغه راز پوتین د ایران له ولسمشر ابراهیم ریسي سره هم لیدلي چې هېواد به یې له شنګهای سره یوځای کېږي.

ریسي ویلي، ماسکو او تهران یو لوی تړون بشپړوي د کوم له مخې به چې د دوی اړیکې سټراټیژیکې کچې ته راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG