لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي افغانستان او شام کې د القاعده او داعش په ضد د کامیابه هوایي بریدونو توان لري


واشنګټن ـــــ امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د القاعده او په شام کې د داعش د مشرانو په وژلو سره دوی دغو ډلو ته لوی زيان رسولی او دا يې ثابته کړې ده چې امريکا په کاميابۍ سره د ترهګرو په ضد د هوايي بريدونو ترسره کولو توان لري.

په امريکا کې د ترهګرۍ د مخنيوي د ملي مرکز مشرې کرسټېن ابي زېد ويلي، سږ کال د امريکا په هوايي بريدونو کې د القاعده او داعش د مشرانو په وژلو سره دغه ترهګرې ډلې ډېرې کمزورې کړی شوې دي.

مېرمن کرسټين زياته کړه، په شام کې د فرورۍ په مياشت کې د داعش د مشر ابو ابراهيم الهاشمي القريشي- چې په حاجي عبدالله مشهور وو- د امريکا له خوا د وژل کېدلو وروسته دغه ترهګره ډله يو ځل بيا په دې مجبوره شوې ده چې خپل يووالي ته زياته توجه وکړي.

امريکايي‌ چارواکي وايي د داعش د مشر وژنه د دغې ډلې په ضد يو دروند ګزار وو.

د امنيت په اړه د يو کانفرنس په وخت د وي او اې د يوې پوښتنې په ځواب کې مېرمن کرسټين ووېل، هرڅه که د داعش مشر حاجي عبدالله د هغو مشرانو د قطار په وروستي کسانو کې وو، چې په امريکا د بريدونو کولو په ځای یې په شام کې د داعش وسله والو را يو ځای کولو هڅه کوله، خو بيا هم د هغه په وژلو سره په داعش ډله کې پوه مشران کم شوي دي.

د داعش د مشر ترڅنګ د جولای د مياشتې په اخيره کې په کابل کې د القاعده د اوږدې مودې راهیسې مشر ایمن الظواهري په وژنه دغه ترهګره ډله هم ډېره کمزورې شوې ده.

مېرمن کرسټين وايي،‌ د ایمن الظواهري په وژنه نه صرف القاعده کمزورې شوې بلکه د دغې ډلې په مينځ کې د يوې مودې راهیسې کلک تړون هم کمزوری شوی دی، کوم چې د امريکا د ملي امنیت د پاره يوه ګټوره خبره ده.

رپوټونه وايي،‌ د القاعده نوی ممکنه مشر سیف العادل ګومان کېږي په ايران کې دی چې ورسره د دغې ډلې نور څو مهم مشران هم دي،‌ خو پوښتنه دا ده چې آيا ايران به هغوی تلو ته پرېږدي.

د دغې ډلې نور مهم مشران په افريقا کې مېشت دي او استخباراتي چارواکي وايي، هغوی د فراخو اندېښنو په ځای د خپلو ملګرو د مستقبل په اړه زيات فکرمند دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG