لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف د شانګهای غونډې ته: په اوسني حال کې پر افغانستان سترګې پټول به لویه غلطي وي


اسلام اباد ــــ‌ د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د شانګهای سازمان غونډې ته خپله وینا د افغانستان د حالاتو په اړه له خبرو پیل کړه او ویې ویل پاکستان د افغانستان ګاونډی هیواد دی او د پاکستان سوله د افغانستان له سولې سره تړلې ده.

په ازبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان یا د ایس سي او د غړو هیوادونو سرمشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د امنیت، سیاست، اقتصاد او سیمه ییزو چارو په اړه خبرې کړې دي.

شهباز شریف زیاته کړه چې په اوسني حال کې پر افغانستان سترګې پټول به لویه غلطي وي، وایي د سیمې د سولې د پاره به د افغان ولس د پاره د دوی د تعلیم، صنعتونو، کښت کروندې او نورو څانګو کې د پرمختګ د پاره په ګډه کار کول وي.

د ستمبر پر ۱۵مه د زیارت/ پنجشنبې په ورځ په سمرقند ښار کې پیل شوې غونډه کې د روس صدر ویلادیمیر پوتین، د چین صدر ژي جینپینګ او د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف ترڅنګ د سیمه یيزې همکارۍ د دې تنظیم نورو غړو او مبصرو هیوادونو ګډون کړی دی.

د پاکستان د وزیراعظم په وینا د بشري مرستو تر څنګ نړیواله ټولنه باید افغانستان په اقتصادي توګه مضبوط کړي او په دې لړ کې د افغانستان پر اثاثو باندې لګېدلي بندیزونه لرې کولو ته اړتیا لري.

شهباز شریف د طالبانو پر حکومت هم د عام خلکو په ځانګرې توګه د ښځو او د لږکیو حقونو د درناوي لرلو او د دې ترڅنګ د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره د کوټلیو ګامونو پورته کولو ږغ وکړ.

د نړیوالو چارو پوه پروفیسر عبدالشکور وې او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي، په ایس سي او کې شامل زیاتره هیوادونه بلواسطه یا بلاواسطه [مخامخ یا نامخامخ] د افغانستان د حالاتو سره تړلي او ورسره خپلې سیاسي ګټې لري.

پروفیسر عبدالشکور زیاتوي چې یواځې د بیانونو پر ځای به د افغانستان د معاملې د هواري د پاره عملي ګامونو پورته کول وي:

"که د پاکستان د وزیراعظم خبره وشي نو نه شي ویل کېدای چې دوی دومره واک لري چې د افغانستان د خلکو د ښېګرې په اړه د کوټلیو ګامونو پورته کولو د پاره خپله هم څه وکړی شي".

د پاکستان وزیراعظم پر غړو هیوادونو د ترهګرۍ په ضد د ګډ کار کولو ږغ هم وکړ او غونډې ته د وینا په مهال یې په هیواد کې د سلابونو حالات هم شریک کړل او ویې ویل په کروړونو خلک اغېزمن شوي چې له سببه یې اوس د ناروغتیا سره مخ دي. شهباز شریف وویل د ماحولیاتي بدلون د پاره به کار کول وي.

د اېس سي او د سر مشرانو د غوڼدې په ترڅ کې د هیوادونو مشرانو هم د یو بل سره لیدلي دي.

د روس د حکومتي خبري ادارې ار ای اې ترمخه د زیارت- پنجشنبې په ورځ د روس صدر ولادېمیر پوتین د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدنه کې ویلي چې د روس څخه پاکستان ته د پایپ لاین د لارې د تېلو رسد ممکن دی.

د شهباز شریف د دفتر له خوا په یوه بیان کې ویل شوي، وزیراعظم د پاکستان ژمنې یو ځل بیا تایید کړې چې له روس سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو ګټو په ټولو برخو کې همکارۍ پراخه او پیاوړې کوي چې پکې خوراک، امنیت، سوداګرۍ او پانګونه، انرژي، دفاع او امنیت شامل دي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ پوتین د سرمشریزې غونډې په ترڅ کې د چین د صدر شي جینپنګ سره ولیدل او دا یې ومنله چې چین په اوکراین کې د روس د جګړې په اړه "پوښتنې او اندیښنې" لري.

چین په څرګنده د روس او یوکراین د جګړې په اړه بې طرفه دریځ خپل کړی، د بېجینګ وینا ده چې د بهرنۍ پالیسۍ د اصولو څخه یو دا دی چې هیوادونه باید د یو بل هیواد سرحدونو ته درناوی وکړي.

د شانګهای د همکارۍ تنظیم په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی دی چې د غړو هیوادونو تر مینځ د امنیتي مرستې زیاتولو، د ترهګرۍ په ضد جګړې، د سیمه ییزو ګټو شریکولو او د غیرقانوني قاچاک د مخنیوې د پاره کار کوي.

د ایس سي او غړي هیوادونه د نړۍ د ابادۍ د شاوخوا ۴۰ فیصده نمایندګي کوي او د نړیوال اقتصاد ۲۵ فیصده برخه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG